هرات (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): د هرات ولايت امنيتي سرچينې وايي، په ياد ولايت کې پر يوه کوچني ماشوم د جنسي تېري او د هغه د قتل عاملين نيول شوي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد وليزاده وايي، تېره پنجشنبه د ياد ولايت په انجيل ولسوالۍ کې دوو ١٨ کلن او ٢٠ کلن ځوانانو، يو اته کلن ماشوم تښتولى و.
نوموړي زياته کړه، دغو دوو کسانو چې د انجيل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، د دې ولسوالۍ شيدايي سيمې ته یاد ماشوم تښتولى او له جنسي تېري وروسته يې د چاقو په وسيله وژلى و.
د هرات د پوليسو وياند وويل، د پېښې عاملين په انجيل ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري له خپل کور څخه نيول شوي دي.
د هغه په وينا، يادو دوه کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن