ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: هېڅوک حق نه لري د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت وکړي

جنرال رازق: هېڅوک حق نه لري د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت وکړي

author avatar
17 Feb 2018 - 15:22
جنرال رازق: هېڅوک حق نه لري د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت وکړي
author avatar
17 Feb 2018 - 15:22

کندهار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د برېښنايي تذکرو وېش یوه ملي موضوع ده او له دې ملي پروسې سیاسي ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده.

نوموړی زیاتوي، د هغو اشخاصو او کړيو پر وړاندې به ودرېږي چې د برېښنايي تذکرو د وېش مخالفت کوي.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنايي تذکرو د وېش اړوند ټول تخنیکي مسایل لا له وړاندې حل شوي او د ځنډ لپاره يې هېڅ راز قانوني توجيه نشته.

هغه زیاته کړه، هېڅوک حق نه لري چې له دې موضوع سیاسي ګټه پورته کړي.

نوموړي د برېښنايي تذکرو پر وېش ټینګار وکړ او ویې ویل هېچا ته به حق ور نه کړي چې په دې برخه کې ستونزې جوړې کړي.

دی وايي، هغه چې ځانونه افغانان نه ګڼي، له هېواده دې ووځي.

د کندهار امنیه قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د حکومت ځینو لوړو پوړو مشرانو له تېرو څو ورځو راهیسې د برېښنايي تذکرو د بایومټریک له لارې ځانونه ثبت کړي او ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شي.

خو د حکومت اجرائیه ریاست د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش سره مخالفت کړی او د اوس لپاره یې د دې لړۍ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.

اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، د برېښنايي تذکرو وېش یوه ملي مسئله ده او په دې اړه دې یوه ملي اجماع رامنځ ته شي.

خو ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ به پیلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.