د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتيار: راځئ یو بل وزغمو او له ټاکنو د بحران د حل وسيله جوړه کړو

حکمتيار: راځئ یو بل وزغمو او له ټاکنو د بحران د حل وسيله جوړه کړو

Feb 17, 2018 - 15:24

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): حکمتيار جګړه د حل لار نه بولي، وايي د مخنيوي لپاره يې بايد کډوال راستانه شي، مخالفينو ته غېږ پرانيستل شي او د تشنج د سياست په پرېښودو سره له ټاکنو د بحران حل لار جوړه شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې نن يې په کابل کې له افغانستانه د وخت د شوروي پوځونو د وتلو د ۲۹مې کاليزې په نمانځغونډه کې خبرې کولې، وويل چې د افغانستان جګړه هېڅوک په زور نه شي ګټلای او د روان ناورين د حل لار د جګړې په پاى ته رسېدو کې دی.

هغه وويل: "له دغه جنګ نه، د شوروي ځواکونو د ماتې نه يو درس اخيستل کېدای شي او هغه دا چې افغانستان هېڅوک د تل لپاره نه شي نيولای، حکومتونه بدلولای شي او نسکورولای شي؛ خو د افغانستان دايمي اشغال هېچا ته ممکن نه دی."

هغه زياتوي: "د افغانستان روان جنګ هم داسې ګټونکی نه لري لکه شوروي اتحاد چې ونه شو ګټلای، ټول بايد دا د يو حقيقيت په توګه ومنو چې د روان بحران د حل لار د جنګ دوام نه دی."

حکمتيار پر طالبانو غږ وکړ: "دا جنګ نه شئ ګټلای، که ګومان کوئ کولای شئ بيا راشئ کابل ستاسو په لاس کې پريوځي اشتباه مو کړې؛ دا حقيقت بايد ټول لوري درک کړي، راشئ تاسو هم د سولې لار غوړه کړئ همغه لار چې حزب اسلامي اختيار کړه؛ د بحران د حل لار همدا ده."

هغه پر حکومت هم غږ وکړ چې مخالفينو ته خپله غېږ پرانيزي.

همداراز دی وايي: "د جنګ عوامل بايد پای ته ورسېږي، هغه که د قدرت انحصار وي د يوه ټولګي په لاس کې هغه هم د پرديو په مرسته او که د دولت له واک او ځواک او د بهرنيو ځواکونو په مټ د خپل سياسي او قومي رقيب رټل، شړل، د هغوی د ځمکو غصبول او زندانونو ته لېږل؛ بايد لاس ترې واخيستل شي."

د حزب اسلامي مشر د کډوالو په بېرته راستنولو ټينګار وکړ او ويې ويل، څو چې په کور دننه او له هېواده بهر د اته ميليونه کډوالو او بېځايه شوو ستونزې نه وي حل شوې، د جګړې پای ته رسېدل ممکن نه دي.

حکمتيار وايي، که چېرې ټول افغانان دا ژمنه وکړي چې بيا پخوانۍ خونړۍ ناکامې تجربې نه تکراروي، د جګړې له لارې واک ته رسېدل نه غواړي او د يو او بل حذفول نه غواړي؛ نو ښه لار دا ده چې رڼې ټاکنې ترسره او د ملت رايو ته مراجعه وشي.

دی وايي: "متاسفانه موږ دا غلطي کړې او دا غلطه تجربه مو ازمويلې، راشئ تر دې وروسته يو او بل وزغمو، راشئ له دې راتلونکو انتخاباتو نه د بحران د حل يوه وسيله جوړه کړو."

د هغه په وينا، حزب اسلامي له دې سره سره چې د ملي يووالي په حکومت کې ونډه نه لري او ډېرې مهمې څوکۍ هم د حزب د رقيبانو په لاس کې دي، د حکومت له منځه وړل او تضعيف کول نه غواړي.

ده په حکومت کې پر شاملو ډلو هم غږ وکړ چې حکومت کمزوری نه کړي او د ګواښ د لهجې او تشنج د را ولاړولو سياست پرېږدي.

حکمتيار وويل: "راشئ راتلونکي انتخابات مو شفاف او عادلانه وي، په هغه کې تقلب ونه شي، نتايج يې هم ټول ومني، د انتخاباتو د نتايجو فيصله هم بايد بهرنيان ونه کړي او د صندوق له مخې وشي؛ موږ بيا له بل "جان کيري" ونه غواړو چې راشي او زموږ اختلافات راته حل کړي او حکومت راته ووېشي."

هغه پر ټولو غږ وکړ چې راتلونکې ټاکنې د ټولو موثرو ګوندونو په توافق ترسره او له ټاکنو د هغوی څارنه تضمين شي.

ځيني داسې باورونه شته چې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونه ځکه ووتل چې له اقتصادي ستونزو سره مخ شول، ځيني بيا وايي چې د هغه وخت افغان واکمن ډاکتر نجيب و ايستل او ځيني داسې هم وايي چې امريکايي سټنګر توغندي د دې لامل شول چې شورويان افغانستان پرېږدي.

خو حکمتيار دا ډول څرګندونې ناسمې وبللې او ويې ويل چې شوروي پوځيان "مېړنيو افغانانو" له خپلې خاورې ايستلو ته اړ کړل.

هغه وويل: "کله چې د روسي پوځونو د ۲۴ قول اردو قوماندان جنرال ګروموف د حيرتان له بندر نه ترمذ ته واوښت نو هلته يې خبريالانو ته وويل چې دا د شوروي ځواکونو ستره اشتباه وه چې پر افغانستان يې تېری وکړ؛ مسکو بيا دا غلطي او اشتباه نه تکراروي."

دی وايي، په دې ورځ هغه ستر ځواک مات شوی او له افغانستانه وتلو ته اړ شوى چې د نړۍ يو ستر پوځي ځواک باندې تبديل شوی و او امريکا ته يې هم په ويتنام کې ماتې ورکړې وه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement