ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي : د تذکرو د وېش پروسه بايد د سياسي مصلحت ښکار نه شي

د بلخ اوسېدونکي : د تذکرو د وېش پروسه بايد د سياسي مصلحت ښکار نه شي

author avatar
17 Feb 2018 - 18:40
د بلخ اوسېدونکي : د تذکرو د وېش پروسه بايد د سياسي مصلحت ښکار نه شي
author avatar
17 Feb 2018 - 18:40

مزارشريف (پژواک، ۲۸ سلواغه۹۶): د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي، مدني فعالان او د ولايتي شورا غړي وايي چې د تذکرو د وېش پروسه بايد د سياسي مصلحت ښکار نه شي.

له تېرې ورځې راهيسې د تذکرې د وېش په موخه کابل کې د بايوميټريک او د تذکرو د نومرو د ثبت لړۍ پيل شوې ده چې تر دې دمه ولسمشر او لومړۍ مېرمن په ګډون ډېرو دولتي مقاماتو او سياسي شخصيتونو په دغه لړۍ کې ځانونه ثبت کړي دي.

د بلخ اوسېدونکي له دغې پروسې څخه د ملاتړ ښودلو تر څنګ زياتوي، چې تذکرې به د ټاکنو پروسې د درغليو په مخنيوي کې اغېزناکې تمامې شي.

خو د دغه ښار ځينې اوسېدونکي بيا د تذکرو د وېش د پيلېدو پروسې د ملاتړ تر څنګ په دغه چاره کې له سياسي ګوندونو سره مشوره هم اړينه بولي.

د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د تذکرو د وېش پروسه د قانون پلی کېدل وښودل او له روانې پروسې څخه يې ملاتړ وکړ.

نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د تذکرو وېش د افغانستان ملي اړتيا وګڼله او غوښتنه يې وکړه چې بايد له هېڅ ډول خنډ سره مخ نه شي.

د هغه په وينا، د تذکرو وېش قانون ته ارزښت ورکول دي او له دې لارې به په دولتي ادارو کې د افغانانو د چارو ستونزې حل شي.

کاکړ وويل،د تذکرو وېش به رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړي او د درغليو په مخنيوي کې به اغېز ولري.

د بلخ ولايتي شورا وکيلې رحيمه ترکې بيا ټينګار وکړ چې د تذکرو د وېش لړۍ دې يوازې تر کابله نه لنډېږي بلکې ډېر ژر دې په ولايتونو کې هم پيل شي.

نوموړې پژواک سره په خبرو کې وويل، د تذکرو اوسنۍ بڼه د کيفيت له پلوه خورا ستونزې لري او عام خلک د نويو تذکرو په ارزښت پوه شوي دي.

هغې له ولسمشر څخه جدي غوښتنه وکړه چې د تذکرو د پيل چارې دې ګړندۍ کړي.

مدني فعال ميرويس بيا وويل، ولسمشر بايد د قانون د پلي کېدو پر وړاندې د سياسي مصلحت ښکار نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.