جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدير وايي چې د ملي يووالي حکومت د امنيت په ګډون په خپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی او ورځ تر بلې د هېواد حالات کړکېچ خواته روان دي.
نوموړي دغه راز ولسمشر د خپلو حکمونو په پلي کېدو کې پاتې وباله او ادعا يې وکړه چې فساد تر پخوا لا ډېر شوی دی.
د ولسي جرګې غړي عبدالظاهر قدير دا څرګندونې د سلواغې په ۲۸مه د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د يوې لويې غونډې پرمهال چې په کې سلګونو کسانو ګډون کړى وو، وکړې.
دغه غونډه چې د نوموړي په کور کې جوړه شوې وه، د ننګرهار د بېلابېلو سيمو خلک او قومي مشران هم وربلل شوي وو.
ظاهر قدير وويل، د نړيوالې ټولنې مرستې د ملي وحدت حکومت له لوري پر څو اشخاصو او کورنيو وېشل کېږي او د ولس او حکومت تر منځ واټن ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
هغه ولسمشر د خپلو حکمونو په پلي کېدو کې پاتې راغلی ياد کړ او ويې ويل : ((هغه څوک چې د خپل يو مامور ځواب نه شي ورکولی، له دندې يې نه شي لرې کولی؛ نو د ولس ستونزې به څه حل کړي.))
ظاهر قدير دغه راز پر حکومت نيوکه وکړه چې د قومونو ترمنځ بېلوالي ته زمينه برابروي او د امنيت په ګډون خپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
ده زياته کړه، له حکومتي چارواکو سربېره د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو استازي هېڅ يو د ولس په غم کې نه دي او ټول د خپلو شخصي ګټو لپاره هلې ځلې کوي.
هغه وايي: ((د کرزي په وخت کې فساد په ټولو ځايونو کې و، وزير ته هم حق رسېده، مامور او رييس ټولو ته؛ خو اوس فساد ټول راټول شوی او په ارګ کې يې څو اشخاص کوي.))
د غونډې نورو ويناوالو هم په حکومت کې د شته فساد، نا امنۍ، ناانډولۍ او يو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې او د ملي وحدت حکومت پر مشرانو يې غږ وکړ چې دغو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
قومي مشر حاجي فقير وويل، که حکومت ستونزې هوارې نه کړي؛ نو ولس به د حکومت پر ضد راپورته شي او د خپلو حقونو غوښتنه به وکړي.
يو بل قومي مشر مولوي نوراني بيا پر ولس غږ وکړ چې د خپلو ستونزو د حل لپاره دې خپل غږ پورته او د حق غوښتونکي دې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن