ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې اته پوليس او ١٢ طالبان وژل شوي

فراه کې اته پوليس او ١٢ طالبان وژل شوي

author avatar
17 Feb 2018 - 15:58
فراه کې اته پوليس او ١٢ طالبان وژل شوي
author avatar
17 Feb 2018 - 15:58

 

فراه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پايله کې اته پوليس او د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ په وينا؛ ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل، وسله والو طالبانو پرون شپه د بالابلوک ولسوالۍ په نعلک کلي کې د عامه نظم پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

د هغه په وينا، په ياده پنځه ساعته نښته کې اته پوليس او ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

هغه وويل، په ياده نښته کې دغه راز درې وسله وال مخالفين ټپيان شوي هم دي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي صوفي احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه بريد کې، ياده پوسته د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له لوري سقوط شوه.

د هغه په وينا، په بريد کې لس پوليس وژل شوي او يو بل د وسله والو طالبانو له لوري برمته شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په بريد کې د طالبانو د ټپي او وژل کېدو په اړه معلومات نه لري.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، پوسته د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې وه او په نښته کې يو شمېر پوليس وژل شوي چې د لسو کسانو مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

هغه ادعا وکړه، په دغه بريد کې وسله والو طالبانو يو هاموې ټانک او شل ميله وسله هم ترلاسه کړې ده.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند د وسله والو طالبانو له لوري د پوستې او يوه پوليس برمته کول او ياده ادعا رد کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.