ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې پر راستنو شوو کډوالو د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

لوګر کې پر راستنو شوو کډوالو د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه

author avatar
17 Feb 2018 - 15:41
لوګر کې پر راستنو شوو کډوالو د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه
author avatar
17 Feb 2018 - 15:41

پل علم (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): لوګر کې دوه زره راستنو شوو کورنيو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

د لوګر د کډوالو چارو رييس نور احمد صالحي د سلواغې په ٢٨مه د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو کې وويل، هغو راستانه شوو کورنيو ته نومرې ورکول کېږي چې د ټاکل شوي کمېسيون له خوا مستحقې پېژندل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((کمېسيون دوه زره کورنۍ مشخصې کړې، دغه کورنۍ د راستنېدو پوره اسناد لري موږ هم ورته د استوګنې د نومرې سند ورکړ چې په ټاکل شوي ځاى کې ځان ته کور جوړ کړي.))

ده وويل چې د کډوالو لپاره د مرکز اړوند د قلعه وزير په سيمه کې په اته زره جريبه ځمکه کې ښارګوټى جوړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې دغه ښارګوټى د استوګنې نومرو تر څنګ پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتيايي مرکزونه، وړکتون او د څښاک اوبو سيستم لري.

دغه راز د لوګر والي محمد حليم فدايي په دغو مراسمو کې وويل چې حکومت له ژمنې سره سم کډوالو ته د ځمکو د ورکړې لړۍ پيل کړه.

فدایی وایي: ((د کډوالو لپاره د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو هغو کورنیو ته چې قانوني اسناد یې درلودل او رسمي مراحل یې خلاص شوي وو، نومرې ورکړې او موږ به هڅه وکړو ترڅو د دوى لپاره له مرستندیه ټولنو څخه مرستې هم ترلاسه کړو.))

د کډوالو په استازيتوب رييس احمدزي وويل چې د سيمه ييزو چارواکو په هلو ځلو دوى ته د استوګنې نومرې ورکول شوې.

هغه وایي: ((شل کاله د پاکستان په شمشتو کمپ کې وم، اوس چې خپل هېواد ته راغلي یو دلته مو ځمکه نه وه، اوس چې د حکومت له لوري د استوګنې نومره راکول شوه کور به په کې جوړ کړم.))

له پاکستانه يو بل راستانه شوي کډوال حبيب الله پژواک ته وويل چې تېر کال له پاکستان څخه راستون شوى او تر اوسه په کرايي کور کې اوسېږي.

ده زياته کړه: ((پاکستان کې مو سخت په خواريو کې ژوند تېر کړ، اوس ښه دى خپل هېواد ته راغلي يو، د اوسېدو لپاره ځاى هم راکړل شو، نو موږ ډېر خوشحاله يو.))

د يادونې ده، په ٢٠١٧ کال کې له پاکستانه نږدې يو ميليون کورنۍ راستنې شوې چې ډېرې يې په ننګرهار ولايت کې مېشتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.