ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو لغمان کې د وسله والو له زندانه  ۳۰ بنديان ازاد کړل

امنيتي ځواکونو لغمان کې د وسله والو له زندانه ۳۰ بنديان ازاد کړل

author avatar
18 Feb 2018 - 18:15
امنيتي ځواکونو لغمان کې د وسله والو له زندانه  ۳۰ بنديان ازاد کړل
author avatar
18 Feb 2018 - 18:15

جلال اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦) : د لغمان ولايت چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو الينګار ولسوالۍ کې د وسله والو يو زندان له منځه وړی او ۳۰ زندانيان يې ترې  ازاد کړي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د الينګار ولسوالۍ په سنګره دره کې د افغان ځانګړو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملیاتو کې د مخالفینو د پنځو کسانو پر مرګ ژوبلې سربېره د مخالفینو زندان هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوى دى.

هغه زياته کړه، له  تېرو دوو ورځو راهیسې افغان ځانګړو ځواکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې د مخالفینو پر پټنځایونو، خاص هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

دی وايي،د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه درې تنه مخالفین وژل شوي، دوه یې ټپيان او یو شمېر مشکوک کسان هم افغان ځانګړو ځواکونو نیولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې تر څنګ په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو هغه زندان چې له کلونو راهیسې په کې یو شمېر بې ګناه خلک په بد حالت کې ساتل کېدل، هم د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري مات شوی او شا وخوا دېرش بندیان یې ترې ازاد کړي دي.

وسله والو طالبانو دا خبر رد کړى او زياته کړې، چې ددوى زندان نه مات شوى او نه هم څوک ترې خوشې شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.