ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان ګوښه شوى والي: څو جمعيت پرېکړه ونه کړي له ولايته نه لرې کېږم

د سمنګان ګوښه شوى والي: څو جمعيت پرېکړه ونه کړي له ولايته نه لرې کېږم

author avatar
18 Feb 2018 - 16:02
د سمنګان ګوښه شوى والي: څو جمعيت پرېکړه ونه کړي له ولايته نه لرې کېږم
author avatar
18 Feb 2018 - 16:02

ايبک (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦): د سمنګان ګوښه شوى والي عبدالکريم خدام هم وايي، څو چې د جمعيت اسلامي مشرتابه او ترکمن قوم پرېکړه ونه کړي؛ له خپلې دندې نه ګوښه کېږي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون ويلي چې د يادې ادارې د وړانديز او ولسمشرۍ رياست د منظورۍ له مخې، د شپږو ولايتونو واليان ګوښه او تبديل شوي دي.

سرچينې ويلي، د عبدالکريم خدام پر ځاى عبداللطيف ابراهيمي د سمنګانو د والي په توګه په دنده ګومارل شوى دى.

خو خدام نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې  نوموړى او ضياالدين ضيا چې د سمنګانو ولايت مرستيال والي دى؛ د روان کال په غويي مياشت کې د جمعيت اسلامي مشرتابه پلاوي او ترکمن قوم په استازيتوب په دغه دنده ګومارل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، ضيا شاوخوا دوه مياشتې وړاندې او نوموړى پرون د ارګ مېشتو د شخصي عقدو له امله له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.

خدام وويل، نوموړى او ضيا د حکومت له يادې پرېکړې سره مخالف دي او ورته د منلو وړ نه ده.

هغه زياته کړه: "کله چې د جمعيت مشرتابه او ترکمن قوم پرېکړه او لارښوونه وکړي، موږ ګوښه کېږو؛ له دې پرته به دنده پرېنږدو او خپل کار ته به دوام ورکړو."

ضيا هم د نوموړي او خدام د ګوښه کولو له پرېکړې سره مخالفت وښود او ويې ويل، څو چې د جمعيت مشرتابه او د سمنګانو خلک پرېکړه ونه کړي؛ له خپلې دندې نه ګوښه کېږي.

هغه وويل: "ولسمشر ته نږدې خلک غواړي چې د خلکو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي."

ولسمشرۍ ماڼۍ شا وخوا دوه مياشتې وړاندې د بلخ د والي عطامحمد نور د استعفا پرېکړه هم کړې وه، خو نوموړى تر اوسه پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي او وايي، د جمعيت د مشرتابه تر پرېکړې به خپلې دندې ته دوام ورکړي. د ويلو ده چې عطامحمد نور د جمعيت اسلامي اجراييه مشر هم دى.

دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې، د قضاتو، د وسله والو ځواکونو، پوليسو او د ملي امنيت د صاحب منصبانو او لوړپوړو چارواکو ګومارنه، تقاعد، د استعفا منل او ګوښه کول د ولسمشر له واکونو ګڼل کېږي.

د ويلو ده، پرون د خدام سربېره د بادغيس والي انورخان اسحاقزى حليم فدايي پر ځاى د لوګر د والي په توګه، د فراه پخوانى والي ډاکټر شاه جهان نوري د ځونډي ګل پر ځاى د وردګو د والي، د لغمان اوسنى والي عبدالجبار نعيمي د اسدالله عمرخېل پر ځاى د کندوز د والي، د فراه پخوانى والي محمد اصف ننګ د عبدالجبار نعيمي پر ځاى د لغمان والي او محمد شفيق اسدالله سعيد د محمد نذير خروټي پر ځاى د اروزګان د والي په توګه په دنده ګومارل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.