پلخمري (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ٢،٨ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا بند د بيارغونې چارې پيل شوې.
د اوبو اوبرېښنا وزارت وزیر علي احمد عثماني چې د پلخمري برېښنا لومړي بند د بیارغونې چارو د پیل په موخه بغلان ته تللی وو، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند په دې سیمه کې ډېر ارزښت لرونکی بند دی.
خو ده زياته کړه: ((د لسګونو کلونو په اوږدو کې حکومت نه و توانېدلی چې دغه بند بیا ورغوي، دا دی اوس د بند د بیارغولو فرصت په لاس راغلی او همدا نن یې د بیارغونې چارې پیلوو.))
وزیر زیاته کړه چې د افغانستان بندونو د بررسۍ او بیا رغونې لپاره دوه بهرني مسلکي انجنیران ګومارل شوي چې په افغانستان کې د برېښنا له بندونو لیدنه وکړي څو د بیارغونې چارې یې پیل شي.
وزیر وویل د همدغه پروګرام له مخې د قرغې او کجکي بندونو د بیارغونې چارې لا پخوا پیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د درونټې او سلما بندونو د بیارغونې چارې هم پیل شي.
د هغه په وينا، د يو کال په موده کې به د دغه بند پر بيارغولو ٢،٨ ميليونه امريکايي ډالر ولګول شي.
په دې غونډه کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وویل چې د پلخمري برېښنا بند د ړنګېدو په حال کې و او که د بیارغولو چارې یې پیل شوې نه وای، بند نور د اوبو د ګرځولو توان نه درلود.
دغه راز د بغلان ولایتي شورا ريیس ډاکتر صفدر محسني وویل چې حکومت دغه ولایت ته اړينه پاملرنه نه کوي.
هغه زياته کړه: ((د دغه بند د بيارغولو چارې باید پخوا پيل شوې واى خو که اوس هم دې پروژې ته پام نه وای شوی، د بغلان اوسېدونکي به د برېښنا له نعمت څخه بې برخې او کرنیزې ځمکې به یې هم له حاصله پاتې شوې وې.))
همدارنګه قومي مشر عمرا خان هم د یادې پروژې د پیل په اړه وويل: ((موږ د حکومت له هر نېک ګام څخه ملاتړ کوو او د ولایت لرو پرتو سیمو ته برېښنا غواړو او که د ملي یووالي حکومت هر استازی له نږدې د خلکو لیدنه وکړي زموږ ټولې ستونزې به حل شي.))
بغلان دوه د برېښنا بندونه لري چې د ۷ مېګاواټه برېښنا د تولید توان لري.
دغه بندونه نه یواځې برېښنا تولیدوي، بلکې د ډنډغوري سیمې زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې هم له همدې بندونو خړوبېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن