ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلخمري ښار ټکسي چلوونکي له حکومته د ترافیکي قوانینو پلي کېدل غواړي

د پلخمري ښار ټکسي چلوونکي له حکومته د ترافیکي قوانینو پلي کېدل غواړي

author avatar
18 Feb 2018 - 10:50
د پلخمري ښار ټکسي چلوونکي له حکومته د ترافیکي قوانینو پلي کېدل غواړي
author avatar
18 Feb 2018 - 10:50

پلخمري (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦): د پلخمري ښار ټکسي چلوونکي له حکومته په ښار کې د ترافیکي قوانینو پلي کېدو غوښتنه کوي او وايي د ښار ډېری خلک په نا قانونه توګه په شخصي او بې پلېټه موټرو کې تګ راتګ کوي او د ټکسي چلوونکو پر روزګار یې منفي اغېز کړی دی.

ټکسي چلوونکي وايي، هغه شخصي او بې پلېټه موټر چې په ناقانونه توګه په ښار کې سپرلي لېږدوي، ځیني یې د دغه ولایت د ترافیکو دي چې د ترافیکو له قانونه سرغړونه کوي او له امله یې د ښار نظم هم کډوډ شوى دى.

د پلخمري ښار يوه ټکسي چلوونکي هارون د سلواغې په ۲٩مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ترافیکي قوانینو له مخې، شهري ټکسي باید د ښار سپرلي اوچتي کړي خو دلته برعکس بې پلېټه او شخصي پلېټ لرونکي موټر د ترافیکو پر وړاندې د ښار سپرلي اوچتوي چې زموږ ورځنۍ مزدوري یې خرابه کړې ده.))

د پلخمري ښار بل ټکسي چلوونکي اسحاق هم له ترافیکو ورته شکایت لري او وايي: ((پنځه کاله کېږي چې د پلخمري چوک او سیلو تر منځ ټکسي چلوم څو ورځې کېږي چې ترافیک له چوک څخه راته د سپرلي پورته کولو اجازه نه راکوي خو ګورم چې شخصي او بې پلېټه موټر سپرلي پورته کوي چې دغه کار زموږ عايد بېخي خراب کړى دى.))

ده وويل که د پلخمري ښار له چوک نه سپرلي پورته کړي، ترافیک یې دوه سوه افغانۍ جریمه کوي خو د شخصي پلېټ لرونکو موټرو په منع کولو کې نا توانه او یا هم ورسره شريک دي.

يو شمېر نورو ټکسي چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لور ته په پلخمري ښار کې د شخصي پلېټ موټر چلوونکی قدیر چې د ښار مرکزي چوک ښي اړخ ته د سپرليو کېنولو په تمه ولاړ و، پژواک ته وویل چې ترافیک ټولو موټرو ته د سپرلي پورته کولو اجازه نه ورکوي، شخصي او ټکسي نه لري.

ده وويل:((زه خبر یم هغه شخصي پلېټ موټر چلوونکي چې ترافیکو ته یې یو څو روپۍ منلې، د ورځې له دغه ځایه څو پېرې سپرلي وړي.))

دغه راز د بغلان د ترافیکو مدیر سمونیار محمد نبي نبي زاده په دې اړه پژواک ته وويل چې د بغلان والي، ولایتي شورا ريیس او ښاروال په مشوره یې د ښاري نظم په موخه د پلخمري ښار په ګڼه ګوڼه سیمو کې د موټرو پر درېدو بندیز لګولی دی.

ده زیاته کړه پلخمري یو کوچنۍ ښار دی او د ډېرو موټرو لپاره په کې تمځایونه نشته، نو ځکه يې ټکسي موټرو ته تمځايونه له ښاره بهر ټاکلي دي.

د ترافیکو مدیر د ټکسي چلوونکو هغه ادعاوې چې ځیني شخصي پلېټ لرونکي موټر د ترافیکو دي او د ترافیکو پر وړاندې سپرلي لېږدوي، رد کړه او ويې ويل ترافیک شخصي موټر نه لري چې ښار دننه سپرلي ولېږدوي.

د پلخمري ښار ټکسي چلوونکي په داسې حال کې د بې پلېټه او شخصي موټرو له خوا د سپرليو له پورته کولو شکایت کوي چې د بغلان پولیسو له وړاندې په ښار کې د تورو ښيښو لرونکو او بې پلېټه موټرو پر ګرځېدو بندیز لګولی خو لا هم تر سترګو کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.