ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محقق په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له ليکلو سره مخالفت وکړ

محقق په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له ليکلو سره مخالفت وکړ

author avatar
18 Feb 2018 - 19:25
محقق په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له ليکلو سره مخالفت وکړ
author avatar
18 Feb 2018 - 19:25

کابل (پژواک،۲۹سلواغه۹۶): د حکومت د اجرايه رياست دويم مرستيال وايي، په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې ليکل تپل شوي او بايد د دې بهير د عملي کېدو لپاره هڅې ونه شي.

محمد محقق دغه موضوع نن په کابل کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۲۹مې کليزې په نمانځغونډه کې وکړې.

نوموړي وويل: "په اوسنيو شرايطو کې د هويتونو د يو کېدو لپاره هڅې د عملي کېدو وړ نه دي او همدا بايد ومنل شي چې ټول «افغانستاني» دي. "

د حکومت د اجرايه رياست دويم مرستيال په خبره، د هويتونو د يو کېدو لپاره هڅې ګټه نه لري او دا ډول اقدامات افغانستان د کړکېچ لوري ته بيا يي.

محقق زياته کړه: "ولې يو هويت پر نورو هويتونو ور وتپو، اړينه نه ده چې ټول دې يو تر يوه نوم لاندې راشو او بايد هڅه ونه شي چې يو هويت پر نورو هويتونو ور وتپو."

په ورته وخت کې لسګونو کسانو چې نن په کابل کې د جمعيت اسلامي د اجرايه مشر عطا محمد نور په غوښتنه راټول شوي وو، په اوسني جوړښت سره د برېښنايي تذکرو له وېشلو سره يې مخالفت وکړ.

د "بدلون لپاره د همپالنې" بنسټ دفتر مشر حسيني مدني په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې ليکلو ته په اشارې سره وويل: "د برېښنايي تذکرې د افغانستان د ټولو خلکو د ارادې او غوښتنې خلاف وېشل کېږي او دا کار زموږ لپاره د منلو نه دی، دا يوه بشپړه ملي موضوع ده او لا ډېر بحث او دقت ته اړتيا لري او حکومت بايد د تذکرو پر وېشلو ټينګار ونه کړي."

دغه مخالفتونه په داسې حال کې څرګندېږي چې د ملي يووالي حکومت اجرايه مشر عبدالله عبدالله هم ويلي چې برېښنايي تذکرې يوه بشپړه ستره ملي موضوع ده او لا ډېر بحث او دقت ته اړتيا لري او څو چې ملي اجماع رامنځ ته نه شي، بايد ونه وېشل شي.

دوه ورځې وړاندې په ارګ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر د  حکومت پر لوړپوړو چارواکو د برېښنايي تذکرو د وېشلو لپاره نوم ليکنه پيل شوه.

له دې مخالفتونو سره هممهاله، نن د څو مدني ټولنو غړو په کابل کې غونډه وکړه او د برېښنايي تذکرو وېشل يې د هېواد او ولس په ګټه وبلل او په دې اړه يې د ولسمشر له پرېکړې څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.