ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کوکنارو د بديل د ترويج لپاره ۲۲.۵ ميليونه ډالر لګول کېږي

ننګرهار کې د کوکنارو د بديل د ترويج لپاره ۲۲.۵ ميليونه ډالر لګول کېږي

author avatar
18 Feb 2018 - 15:24
ننګرهار کې د کوکنارو د بديل د ترويج لپاره ۲۲.۵ ميليونه ډالر لګول کېږي
author avatar
18 Feb 2018 - 15:24

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۶): د امريکا متحده ايالتونه په ننګرهار کې له کروندګرو سره د کرنې په برخه کې ۲۲.۵ ميليونه ډالر مرسته کوي، څو د کوکنارو پر ځاى حلال کښت ته مخه کړي.

د دې مرستې هوکړه ليک نن په کابل کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تر منځ لاسليک شو.

سلامت عظيمي وويل چې د مرستې يادې پيسې د امريکا متحده ايالتونو د قانون د تنفيذ او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (INL) له خوا ورکول کېږي.

هغه وايي چې دغه پيسې تر ١٣٩٩ کال پورې د ننګرهار په اچين، چپرهار، رودات، شېرزاد، کوټ او خوګياڼو ولسواليو کې د پستې، بادام، مڼو، زردالو، انځر او انګورو بڼونو په جوړولو او دغه راز د زعفرانو او سبو په کرلو ولګول شي.

هغه وايي چې له دغه پروګرام څخه به ټول ۲۸۵۰۰ بزګر برخمن شي، څو د کوکنارو له کښته لاس واخلي.

د ننګرهار والي وايي چې په دغه پروګرام کې بزګرانو ته د نشه يي توکو له زيانونو د پوهاوي ورکول هم شامل دي.

د هغه په وينا، ننګرهار کې د داعش ډلې فعاليتونه کم شوي او اړينه ده چې له خلکو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې مرستې وشي.

دى وايي، نه پوهېږي چې په دغه ولايت کې اوس څومره کوکنار کرل شوي، خو له کرل شوو کوکنارو ۷۰۰ هکتاره له منځه وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، روان کال په هېواد کې پر شاوخوا دوه سوه زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو او سږ د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت ٦٣ سلنه او د ترياکو توليد ٧٨ سلنه ډېر شوى دى.

سره له دې چې په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه کې افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ميلياردونو ډالر لګول شوي خو د پژواک يو login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.