ايبک (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٦): پوليسو له بلخ ولايته تښتول شوى ماشوم د سمنګان په مرکز کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره او په تړاو يې دوه کسان ونيول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماشوم د يو سوداګر زوى دى او تېره شپه دوو تنو د بلخ له مرکز مزارشریف څخه له پنځو زرو امريکايي ډالرو سره تښتولى و.
د هغه په وينا، تښتوونکو غوښتل چې دغه ماشوم کابل ته ولېږدوي، خو پوليسو د سمنګان د مرکز ايبک په رباتک سيمه کې ونيول.
رحيمي وايي چې ماشوم د هغه کورنۍ ته سپارل شوى او له نيول شوو کسانو پلټنې روانې دي.
د ده په وينا، په دې تړاو له نيول شوو کسانو يو د بلخ او بل د فارياب ولايت اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن