ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوی ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوی ته ستره ماتې ورکړه

author avatar
19 Feb 2018 - 21:38
افغانستان په پنځمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هم زمبابوی ته ستره ماتې ورکړه
author avatar
19 Feb 2018 - 21:38

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۶) : افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په پنځه او وروستۍ لوبه کې هم زمبابوې ته په سترې ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو لړۍ څلور پر یو وګټله.

د دوو شل اووریزو او پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره شوه.

د پنځمې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې.

دافغانستان له لوري جاوید احمدي ۷۶ او رحمت شاه ۵۹ منډې جوړې کړې، شهزاد ۲، سمیع الله شینواری ۵، اصغر ستانکزی ۲، ناصر جمال ۷ او محمد نبي ۹ منډې جوړې کړې، خو وروستو راشد خان او شرف الدین ښه لوبه وکړه، راشد خان ۴۲ او شرف الدین ۲۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوی لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۲ اورونو کې په ۹۵ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴۶ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشدخان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د زمبابوي درې لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز شرف الدین او محمد نبي ۲، ۲، مجیب ځدراڼ او شاهپور ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځولو.

شرف الدین د وروستۍ لوبې او او راشد خان ددې لوبو د لړۍ غوره لوبغاړي اعلان شول.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.