جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۶): په افغانستان کې د ښځینه سوداګرۍ خونې له لوري ننګرهار کې د ښځینه سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه.
د ښځينه سوداګرو د خونې پرانيسته د سلواغې په ۳۰مه جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال وشوه.
په افغانستان کې د ښځینه سوداګرۍ خونې عمومي مشرې منېژې وافق دغو مراسمو کې وویل، چې د هېواد په کچه د ښځینه سوداګرو لپاره یې د اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه له بلخ څخه وروسته په ختیځ کې هم د سوداګرو مېرمنو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستله.
هغې زیاته کړه،د دې خونې د پياوړتیا په موخه به بېلابېل نندارتونونه،د نورو سیمو سوداګرو سره ناستې او نور پروګرامونه برابر کړي .
د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني یا دې پرانیست غونډې ته د ویډیویي پیغام له لارې وویل چې مېرمنې د کاروبار وړتیا لري او هڅه کوي چې د دوی کوچني کارونه په لویو کاروبارونو بدل کړي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هېواد د ښځو د سواګرۍ خونې له ادارې څخه مننه وکړه چې په ختیځ کې یې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د سوداګرۍ خونه پرانیستله .
هغه زیاته کړه چې ولایتي اداره به د پخوا په څېر د مېرمنو په ځانګړي ډول له یادې خونې سره په ټولو برخو کې همکار واوسي او زیری یې ورکړ چې ډېر ژر به د غالیو اوبدونکو لپاره د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شي .
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو ادارې ريیس شېرعالم امله وال وویل،په دغه ولایت کې شاوخوا ۷ زره تنه د صنعت په برخه کې په کاروبار بوخت دي چې له دې ډلې څخه نیمايي يې مېرمنې دي.
د ننګرهار د ښځو چارو ريیسې انیسې عمراني وویل، په ننګرهار کې مېرمنو تر دې وړاندې په فردي ډول د سوداګرۍ چارې پرمخ وړې دي، خو تر دې وروسته به دا ډول نه وي.
یوې سوداګرې مېرمنې ناهید حمیدي د یادې خونې په پرانیستو خوښي وښوده او ويې ويل چې د ختیځ زون د مېرمنو د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو سره به د مېرمنو په سوداګرۍ کې پراخوالی راشي او د نارینوو په څېر به په ټولنه کې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په موخه کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن