ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجاب په وړاندې محکوم ولسونه نور محکوميت نه مني

پنجاب په وړاندې محکوم ولسونه نور محکوميت نه مني

author avatar
19 Feb 2018 - 16:37
پنجاب په وړاندې محکوم ولسونه نور محکوميت نه مني
author avatar
19 Feb 2018 - 16:37

پنجاب پر ضد بې شمېره ولسونه هغه مهال واټونو ته راووتل، چې پنجابي پولیسو نقيب الله مسید شهيد کړ، د پښتون لانګ مارش د جنوري پر ۲۶مه نېټه په اسلام اباد کې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ پورته کړ او پنجاب يې د ترهګرۍ مهم ملګری او د محکومو ولسونو قاتل ‍ياد کړل، پښتون پرلت لس ورځې دوام وکړ، تر دې چې جنوني قیوميان یې د وينو تږي او وژلو په فکر کې و، خو پښتون پرلت چې شمېر یې زرګونو ته رسېدل، پنجاب حیران کړ او په نه زړه يې د پښتون پرلت غوښتنو ته د منلو غاړه کېښوده.

يواځې وزیرستان محکوم بلوچستان نه دی، چې پنجاب حکومت يې د ځورونې لړۍ پيل کړې ده.

تېره ورځ سوات خوازه خېلو کې هم په سلګونو محکومو افغانانو د پنجاب د وروستیو ظلمونو په تړاو غږ پورته کړ، دوی د پنجاب حکومت ته اخطار ورکړ، چې که په چيک پوستو د محکومو افغانانو له ځورونې لاس وانه خيست، نو تر دې ستر لاریونونه به وکړي او په زور به خپل حقونه تر لاسه کړي.

لاریونوالو د ترهګرئ خلاف شعارونه ورکول، په خپلو شعارونو کې يې داغږ هم بدرګه کول،‌چې زموږ استادان، زموږ ملالې او زموږ ځوانان په شهادت رسېږي، د پنجاب پولیسو له لوري ځورول کېږو، نو موږ ددغه ټولو ستونزو په خلاف خپل غږ اوچت کړ او که مو غوښتنې ونه منل شي، نو بل لاریون به په مينګوره کې تر سره کړي.

پنجاب ‍په وړاندې د محکومو افغانانو د خپلې ازادۍ غږ پورته کړی دی، محکوم بلوڅان د پنجاب په وړاندې وسله وال جهاد کوي،‌ همدارنګه محکومو افغانانو د خپلو مدني حرکتونو پرمټ نړۍ ته وښوده چې موږ له پنجاب سره هيڅ خواخوږي نه لرو،‌پنجاب ترهګر حمايه کوي‌ او موږ د ترهګرۍ قربانۍ يوو، د لر او بر افغان د وينې او مينې خپلوي لري، نو د خپلې ازادۍ لپاره به ټولې هڅې وکړي.‌

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز په سوات کې د محکومو افغانانو د لاریون ملاتړ کوي او پر دې باور لري چې پنجاب له نوم څخه لر او بر افغانان کرکه لري، نړۍ يې د ترهګرۍ د توليد بټۍ ګڼي، د دغه ټولو ستونزو يواځينۍ حل لاره د لر او بر افغانانو تر منځ ډيورنډ فرضي کرښې له منځه تلل دي.  

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.