ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره چمتوالی نيول شوی

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره چمتوالی نيول شوی

author avatar
19 Feb 2018 - 18:39
په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره چمتوالی نيول شوی
author avatar
19 Feb 2018 - 18:39

هرات(پژواک،۳۰سلواغه۹۶): ټاکل شوې ده چې پر ټاپي مشهوره، له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبيعي ګازو د نل ليکې عملي کار په هرات کې د ياد شوو هېوادونو د مشرانو په شتون سره پيل شي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د ټاپي(TAPI) پروژې د غړيو هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ (څلور ورځې وروسته) په هرات ښار کې ترسره کېږي.

د نوموړي په وينا، د يادې شوې ناستې ترسره کېدو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي او نګارستان بهزاد تالارونه چمتو شوي دي.

د هرات د والي وياند دغه راز وويل چې هوايي ډګر، د ښار واټونه او د مېلمنو د تګ راتګ نورې لارې هم بيا رغول شوې او ښکلې شوې دي.

جيلاني فرهاد وويل چې په همدې موخه د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير په ګډون ډېری تشريفاتي پلاوي هرات ته راغلي دي.

نوموړي زياته کړه:" د هرات ولايت د امنيت خونديتوب په موخه کلک امنيتي تدابير نيول شوي او پر خلکو محدوديتونه لګول شوي، خو په دې برخه کې د خلکو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوو."

په هرات کې د هند کونسل، کومارګورف وويل:" موږ له ډېر وخت راهيسې له دې پروژې څخه خبر وو، نن زما او زما د هېواد لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې دغه پروژه د پرانيستل کېدو په درشل کې ده."

د فيروزې حيدري په نامه د هرات يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل:" ډېره خوشحاله يم چې د ټاپي پروژه پرانيستل شي او باور لرم چې د يادې شوې پروژې په پرانيستل کېدو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي."

د ټاپي د ګازو د لېږ د نل ليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد سيمې څخه پيلېږي، ددغه هېواد په خاوره کې له ۱۴۷کيلومتره وروسته د افغانستان په خاوره کې د ۷۳۵کيلومتره په اوږدوالي سره د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تر پاکستان پورې رسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د پاکستان په خاوره کې له ۸۰۰کيلومتره غځېدو وروسته د کويټې له لارې ددغه هېواد پنجاب ايالت او ورپسې د هندوستان په فاضلکای سيمه کې پای ته ورسېږي.

په ياده شوې پروژه کې څلور هېوادونه، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ونډه لري.

ترکمنستان اعلان کړی چې چمتو دی د يادې شوې پروژې د عملي کېدو ۸۵سلنه لګښت دغه هېواد پرې کړي او پاتې برخه يې درې نورو هېوادونه پرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.