ترينکوټ (پژواک،۳۰ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې د هوايي بريدونو پر مهال ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ترينکوټ اړونده د ګرم اب په سيمه کې د وسله والوطالبانو پر پټنځاى بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، په دې بريد کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
عمري دغه راز وويل، په چورې ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې پر مهال څلور وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په دايکنډي ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند علي اکبر ناقطي پژواک ته وويل، دا پېښه په ميرامور ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د پوليسو يو موتر له سړک څخه واوښت او چپه شو.
دى وايي چې په دغه پېښه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن