ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: حکومت د طبیعي منابعو او د کانونو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کوي

ولسمشر غني: حکومت د طبیعي منابعو او د کانونو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کوي

author avatar
19 Feb 2018 - 17:12
ولسمشر غني: حکومت د طبیعي منابعو او د کانونو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کوي
author avatar
19 Feb 2018 - 17:12

کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): ولسمشر غني د بدخشان ولايتي شورا غړو سره په کتنه کې ويلي، چې حکومت د طبیعي منابعو او د کانونو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې برخه کې د ولسونو همکاري ارزښتناکه ده.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د ياد شوي مطلب د بيانولو ترڅنګ ويلي، طبیعي منابع او کانونه د افغانستان د خلکو ملکیت دی، نو د هغو په ساتنه کې دې له حکومت سره همکاري وکړي، چې د خلکو د هوساینې او سوکاله ژوند لپاره ورڅخه معقوله ګټه واخیستل شي.

نوموړي د هېواد او خاورې د دفاع په برخه کې د بدخشان د خلکو ژمنتیا، مېړانه او سرښندنې وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې يې د یاد ولایت د ځوانانو مبارزې ته په پام له هغوی څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو او د ده د مننې پیغام د بدخشان ټولو خلکو ته ورسوي.

هغه د اړوندو ادارو مسوولینو ته د بدخشان د خلکو په ځانګړي ډول له بېځایه شویو کورنیو سره د ستونزو د حل په موخه لارښوونې وکړې.

ده زیاته کړه، بدخشان کې به ټولو ستونزو په ځانګړي ډول سرحدي ولسوالیو ته پر وخت رسیدګي وشي او په دې اړه منظمې برنامې تر لاس لاندې دي.

د ولسمشر په وينا، د هېواد د شمال په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت د لا ښه امنیت د تامین په موخه نظامي عملیات پیل شوي او د دښمن تر ځپلو پورې به دغه عملیات ادامه ولري.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې د بدخشان د ولایتي شورا ريیس ډاکټر احمد بشیر صمیم او سائرې صبا عالمیار د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په بدخشان کې بېلابېلو برخو ته د ولسمشر له پاملرنې څخه په مننې وویل، د بدخشان خلک د حکومت او نظام ټینګ ملاتړي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا استازو په امنیتي، صحي، د داخلي بېځایه شویو او لویو لارو په برخو کې د بدخشان د خلکو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.

هغوی زیاته کړه چې په بدخشان کې دې د دښمن پر ضد عملیات وشي او طبیعي منابع او کانونه دې د زورواکانو او ترهګرو له انحصار څخه واېستل شي.

یادو ویناوالو وړاندیز وکړ چې د روغتونونو تجهیز، د نرسانو او ډاکټرانو د کمبود او ظرفیت لوړولو، برېښنا، د زعفرانو کښت، د ښځو حرفوي زده کړو او نورو اړوندو برنامو ته دې پام وشي.

هغوی زیاته کړه، په تېرو درې کلونو کې د بدخشان د سړکونو جوړولو او بېلابېلو سیمو نښلولو ته پام شوی دی او دغه بهیر دې په معیاري توګه دوام ومومي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې دې کتنه کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېک وويل، د منظم پلان له مخې هر کال یو ځلې د ولایتي شوراګانو استازي له مرکزي ادارو سره د خپلو محلي ستونزو د شریکولو او حل په موخه مرکز ته راځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.