غزني-ښرنه(پژواک،٣٠سلواغه٩٦): په غزني او پکتيکا ولايتونو کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ په لغبات سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
همدارنګه د سيمې يو اوسېدونکي محمدګل پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده.
ده زياته کړه چې په دغه جګړه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو پر پوليسو بريد کړى دى.
د مرکز ښرنې د لومړۍ حوزې امر محمدجلال پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو له صغرو کلي څخه د پوليسو پر کمربند ډزې کړې دي.
هغه وايي چې په دغو ډزو کې يو پوليس وژل شوى او طالبان هم له سيمې څخه تښتېدلي دي.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن