د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره چمتوالی نيول شوی

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پيلېدو لپاره چمتوالی نيول شوی

Feb 19, 2018 - 18:39

هرات(پژواک،۳۰سلواغه۹۶): ټاکل شوې ده چې پر ټاپي مشهوره، له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبيعي ګازو د نل ليکې عملي کار په هرات کې د ياد شوو هېوادونو د مشرانو په شتون سره پيل شي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د ټاپي(TAPI) پروژې د غړيو هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته د راتلونکې جمعې په ورځ (څلور ورځې وروسته) په هرات ښار کې ترسره کېږي.

د نوموړي په وينا، د يادې شوې ناستې ترسره کېدو لپاره د مولانا جلال الدين محمد بلخي او نګارستان بهزاد تالارونه چمتو شوي دي.

د هرات د والي وياند دغه راز وويل چې هوايي ډګر، د ښار واټونه او د مېلمنو د تګ راتګ نورې لارې هم بيا رغول شوې او ښکلې شوې دي.

جيلاني فرهاد وويل چې په همدې موخه د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير په ګډون ډېری تشريفاتي پلاوي هرات ته راغلي دي.

نوموړي زياته کړه:" د هرات ولايت د امنيت خونديتوب په موخه کلک امنيتي تدابير نيول شوي او پر خلکو محدوديتونه لګول شوي، خو په دې برخه کې د خلکو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوو."

په هرات کې د هند کونسل، کومارګورف وويل:" موږ له ډېر وخت راهيسې له دې پروژې څخه خبر وو، نن زما او زما د هېواد لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې دغه پروژه د پرانيستل کېدو په درشل کې ده."

د فيروزې حيدري په نامه د هرات يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل:" ډېره خوشحاله يم چې د ټاپي پروژه پرانيستل شي او باور لرم چې د يادې شوې پروژې په پرانيستل کېدو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي."

د ټاپي د ګازو د لېږ د نل ليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد سيمې څخه پيلېږي، ددغه هېواد په خاوره کې له ۱۴۷کيلومتره وروسته د افغانستان په خاوره کې د ۷۳۵کيلومتره په اوږدوالي سره د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تر پاکستان پورې رسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د پاکستان په خاوره کې له ۸۰۰کيلومتره غځېدو وروسته د کويټې له لارې ددغه هېواد پنجاب ايالت او ورپسې د هندوستان په فاضلکای سيمه کې پای ته ورسېږي.

په ياده شوې پروژه کې څلور هېوادونه، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ونډه لري.

ترکمنستان اعلان کړی چې چمتو دی د يادې شوې پروژې د عملي کېدو ۸۵سلنه لګښت دغه هېواد پرې کړي او پاتې برخه يې درې نورو هېوادونه پرې کړي.

ځينو نړيوالو سرچينو اټکل کړی چې د ټاپي پروژې عملي کېدل به شاوخوا ۸ميليارده ډالر لګښت ولري.

د افغانستان د کانونو وزير تېر کال ويلي و چې ترکمنستان د يادې شوې پروژې د عملي کېدو په موخه د چاڼ د يوه مرکز د جوړېدو کار پيل کړی او تمه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد نيل ليکې کار تر ۲۰۲۰ کال پورې پای ته ورسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement