ميمنه(پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د فارياب ولايت امنيتي او کشفي سرچينې وايي، درې طالب ماين اېښودونکي چې په ميمنه ښار کې يې د ماين اېښودلو هوډ کړى و، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او يو ځوان محصل هم وژل شوى دى.
د فارياب ولايت يوې معتبرې سرچينې ددغې پېښې د تاييد تر څنګ وويل چې دغه درې تنه په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبان ماهر ماين اېښودونکي او نښه ويشتونکي وو. تېره شپه شاوخوا اته بجې يې غوښتل چې په يوه موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوى ماين ښار ته ولېږدوي، خو د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند هم ددغې پېښې پخلى وکړ.
په ورته وخت کې په فارياب کې يو بل ځايي طالب قوماندان هم د جابر، اسحاق او صلاح الدين په نامه د درېيو طالب ماين اېښودونکو وژنه تاييد کړې ده.
د فارياب امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فارياب پوهنتون د کمپيوټر ساينس څانګې يو محصل تېره شپه د ښار د لومړۍ ناحيې په ساحه کې د نا پېژانده وسله والو له لوري د تومانچې پر ډزو وژل شوى دى.
يورش وويل چې د وژنې انګيزه لا هم نا څرګنده ده او مړى د روغتون له ساحې لېږدول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن