ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کاپيسا د پوليسو يوې حوزې امر ووژل شو

​د کاپيسا د پوليسو يوې حوزې امر ووژل شو

author avatar
19 Feb 2018 - 16:05
​د کاپيسا د پوليسو يوې حوزې امر ووژل شو
author avatar
19 Feb 2018 - 16:05

محمودراقي (پژواک، ٣٠  سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د پوليسو د يوې امنيتي حوزې امر وژل شوى دى.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند سيمه کې پر موټرسايکل سپور وسله وال د کاپيسا د زندان پر يو افسر ډزې وکړې  او هغه يې ټپي کړ.

سرچينې زياته کړې چې د يادې پېښې د تعقيب لپاره د نواباد د پوليسو د حوزې امر سيمې ته ولاړ او هلته يې له وسله والو مخالفينو سره نښته پيل کړه.

يوسفزى وايي چې په نښته کې د حوزې امر ملاجان لومړى ټپي  او وروسته يې ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، ياد بريدګر هم د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

د شفيق الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې هلته سخته نښته هم شوې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.