جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله درې قومي مشران وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په لومړۍ نېـټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن د غرمې دوولس بجې د جلال اباد ښار د لغمان اډې ته څېرمه د سپين غر پخوانۍ سينما شا ته شوې وه.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د يوه هوټل د دويم پوړ د استوګنې په يوه خونه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
خوږياڼى وايي چې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن