ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسان خدمت ادارې، د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ کارکوونکو ته روزنه ورکړه

د اسان خدمت ادارې، د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ کارکوونکو ته روزنه ورکړه

author avatar
20 Feb 2018 - 20:10
د اسان خدمت ادارې، د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ کارکوونکو ته روزنه ورکړه
author avatar
20 Feb 2018 - 20:10

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د اسان خدمت ادارې نن (د کب لومړۍ نېټه) د پاسپورټ ریاست ۲۲۸ لوړپوړو او ټیټ پوړو کارکوونکو ته د هغو روزنيزو ورکشاپونو او ټرېنینګونو بريلیکونه ورکړل چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه پېل او د مرغومي ١٩ نېټه پاى ته رسېدلي و.

په يادو روزنيزو ورکشاپونو کې د پاسپورټ کارکوونکو ته د کار اخلاق، له مراجعینو سره د غوره چلند، افهام او تفهیم، د وخت مدیریت، کاري لومړیتوبونو او د اسنادو مدیریتي کړن دودونو په برخو کې روزونه ورکړل شوې ده.

د دغو روزنيزو ورکشاپونو او ټرېنېنګونو اساسي موخه، له مراجعينو سره د پاسپورټ ادارې د کارکوونکو غوره چلند او په ښه توګه د مراجعينو د ستونزو حل بلل شوى دى.

د پاسپورټ ادارې مشر سید عمر صبور وايي، چې د اسان خدمت دغه روزنیز پروګرام د یاد ریاست د کارکوونکو په فعالیتونو او چلند کې مثبت بدلون رامنځته کړی او دغه راز د د دغې ادارې اجرایوي چارې هم ورسره چټکې شوې دي.

د صبور په وينا: " د پاسپورټ ریاست مدیریتي برخه پياوړې شوې او اوسمهال د هغه وضعيت مخنيوى شوى، چې له دې وړاندې به مراجعین په باد او باران کې له نيمې شپې تر سهاره د پاسپورټ ریاست مخې ته ولاړ وو".

د پاسپورټ ریاست د کارکوونکو د روزنې لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې په دې وروستیو کې د اسان خدمت ادارې له لوري د پاسپورټ "نوى سيستم" جوړ او ګټې اخيستو ته سپارل شوى دى.

ټاکل شوې چې له دغو اداري ټرینینګونو وروسته به ډېر ژر د یاد ریاست د کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه هم پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.