پلخمري (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د بغلان ولایتي شورا غړي وايي که د دغه ولايت والي د بغلان له لارې د سمنګان د نوي والي له معرفي کولو سره موافقه وکړي، نو له دندې به يې لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان نوى والي نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د دغه ولايت مرکز ايبک ښار ته رسېدلى دى.
د بغلان ولایتي شورا غړو د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د یو ولایت نظامي ځواک دې د بل ولايت پر ضد نه کاروي.
دوى ويل، ګونګسې دي چې حکومت سمنګان ولایت ته معرفي شوی نوی والي په بغلان ولایت کې د مېشتو افغان ځواکونو پر مټ معرفي کوي، که ارګ خپله پرېکړه د نظامي زور له لارې سرته ورسوي، بغلان ولایتي شورا به یې پر وړاندې کلکه ودرېږي.
د بغلان ولایتي شورا ريیس ډاکتر صفدر محسني نن د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، که حکومت سمنګان ولایت ته نوی معرفي شوی والي د افغان ځواکونو په زور معرفي کړي، نو ولايتي شورا به له سیمه يیزې حکومتي ادارې سره پرېکون اعلان کړي او پر وړاندې به یې غبرګون وښيي.
ده وویل که د بغلان والي د ارګ دغه پرېکړه چې د سمنګان نوی والي دې د بغلان له لارې معرفي شي، ومني، نو دوى به يې له دندې ګوښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د واليانو نصب او عزل د سيمه ييز ارګانونو ادارې په وړانديز، د ولسمشر له واکونو څخه دى.
دغه راز د بغلان ولایتي شورا بل غړي مولوي عبدالولي راجي وویل چې حکومت په وروستیو کې سیاسي حالاتو ته په نه پام د یو شمېر دولتي چارواکو د تبدیلۍ هوډ کړی چې ځیني یې ولس ته د منلو نه دي.
ده زياته کړه: ((که حکومت د ځواکونو په زور خپله صادره کړې پرېکړه پر ځای کړي، د بغلان ولایتي شورا به حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې لاس په کار شي.))
مولوي راجي له افغان ځواکونو هم غوښتنه وکړه چې بې طرفه اوسي او پر کوچنیو غیر نظامي مسئلو کې دخالت ونه کړي.
د بغلان ولایت مقام د ولایتي شورا غړو د څرګندونو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
خو په بغلان کې د ځوانانو پارلمان غړي او مدني فعال نجیب الله محسني پژواک ته وویل چې د مامورینو تغیير او تبدیل د ښې حکومتولۍ اصل دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن