ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ ټنه خوراکي توکي او بې کيفيته درمل وسوځول شول

شپږ ټنه خوراکي توکي او بې کيفيته درمل وسوځول شول

author avatar
20 Feb 2018 - 18:49
شپږ ټنه خوراکي توکي او بې کيفيته درمل وسوځول شول
author avatar
20 Feb 2018 - 18:49

شبرغان (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان  ښار کې نن شپږ ټنه تاريخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول.

د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رياست استازي عاشق الله پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده اندازه خوراکي توکي او درمل د شبرغان ښار له مارکېټونو د تېرو شپږو مياشتو په موده کې راټول شوي دي.

هغه زياته کړه، په سوځول شوو توکو او درملو کې ١١٥ قلمه طبي درمل او ٢٩ قلمه خوراکي توکي شامل و.

هغه زياته کړه، د شبرغان ښار په ناحيو کې لا هم د تاريخ تېرو درملو او خوراکي توکو راټولولو لړۍ روانه ده.

د جوزجان د عامې روغتيا رياست يادې سرچينې له سوداګرو او هټۍ والو غوښتنه وکړه چې د بې کيفيته او تاريخ تېره درملو او خوراکي توکو له پلور ډډه وکړي.

ورته مهال د شبرغان ښار يو شمېر اوسېدونکو د تاريخ تېره درملو او خوراکي توکو د پروګرام له عملي کولو خوښي څرګنده کړه.

د شبرغان اوسېدونکي کيهان الدين پژواک ته وويل، ياد پروګرام نه يوازې په شبرغان ښار کې په دوامداره توګه عملي شي، بلکې د ياد ولايت په ټولو ولسواليو کې هم عملي بڼه خپله کړي، څو د تاريخ تېره درملو او خوراکي توکو له پلور ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې شا وخوا شپږ مياشتې وړاندې هم شبرغانو ښار کې شا وخوا پنځه ټنه تاريخ تېره خوراکي توکي او درمل سوځول شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.