ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمد داوود امين د کابل د نوي امنيې قوماندان په توګه معرفي شو

محمد داوود امين د کابل د نوي امنيې قوماندان په توګه معرفي شو

author avatar
20 Feb 2018 - 15:10
محمد داوود امين د کابل د نوي امنيې قوماندان په توګه معرفي شو
author avatar
20 Feb 2018 - 15:10

کابل(پژواک،د کب لومړۍ نېټه۹۶): د کابل نوی امنيې قوماندان چې نن معرفي شو وايي، د کابل د امنيت د ښه ټينګښت په موخه به دغه ښار کې نوی امنيتي پروګرام عملي کړي.

مل پاسوال محمد داوود امين، دغه موضوع نن د خپل کار د پيل په لومړۍ ورځ وکړه او ويې ويل چې د پلازمېنې د امنيت د ښه کېدو لپاره به جدي هڅې وکړي.

د نوموړي په وينا، د کابل امنيې قوماندانۍ په تشکيلاتو کې د اصلاحاتو بهير به هم په جدي توګه تعقيب شي.

 د کابل د ۱۰۱اسمايي زون نوي امنيې قوماندان زياته کړه:" د پوليسو منسوبينو ادلون بدلون به په عادلانه توګه عملي شي او په دې برخه کې به هېڅ ډول واسطه په پام کې ونه نيول شي او له اداري فساد سره به هم په جدي توګه مبارزه وکړم."

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، پژواک ته وويل چې مل پاسول محمد داوود امين چې له دې وړاندې يې د خوست امنيې قوماندان په توګه دنده ترسره کوله، د لوی پاسوال محمد سالم احساس پر ځای د کابل د امنيې قوماندانۍ په توګه ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، امين ددغه پوست لپاره د کورنيو چارو زوارت په وړانديز او د ولسمشر له خوا تر منظورۍ وروسته ټاکل شوی دی.

محمد داوود امين له خوست څخه وړاندې د لغمان ولايت د امنيې قوماندان او د کابل د ۱۰۱اسمايي زون قوماندانۍ د امنيتي چارو د مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.

لوی پاسوال محمد سالم احساس له دې مخکې د کابل د ۱۰۱اسمايي زون قوماندانۍ د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.