ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي سرچينې: طالبانو په فراه کې ۲۰ پوليس وژلي

ځايي سرچينې: طالبانو په فراه کې ۲۰ پوليس وژلي

author avatar
20 Feb 2018 - 15:52
ځايي سرچينې: طالبانو په فراه کې ۲۰ پوليس وژلي
author avatar
20 Feb 2018 - 15:52

فراه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۶):ځينې سرچينې وايي چې په فراه کې د طالبانو په بريدونو کې ۲۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ژوندي نيولي دي، خو پوليس د خپلو ۸ کسانو وژل کېدل تاييدوي او وايي چې په دغو بريدونو کې ۱۳ طالبان هم وژل شوي دي.

د فراه ولايتي شورا غړي او د دغه ولايت د مرکز د شمالګان کلي اوسېدونکي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ياد کلي کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

نوموړي وويل چې ياده پوسته د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شوه، خو دولتي ځواکونو بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده..

قانع وويل چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او ۴  نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې طالبانو د يادې پوستې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي او يو هاموې ټانک يې سوځولی دی.

د فراه د ولايتي شورا دغه غړي وويل چې په ياد بريد کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود بازار کې هم پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی.

د عتيق الله په نامه د يادې سيمې يوه اوسېدونکي وويل چې طالبانو په دې سيمه کې پر درېيو امنيتي پوستو بريد وکړ او يوه پوسته يې د يوڅه وخت لپاره ونيوله.

نوموړي زياته کړه، د ده د معلوماتو له مخې په ياد بريد کې ۱۵پوليس وژل شوي او ۴تنه طالبانو ژوندي بيولي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې په ياد بريد کې طالبانو ته د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په شمالګاه او فراهرود سيمو کې د طالبانو په بريدونو کې ۲۶ دولتي ځواکونه وژل شوي او۱۰ نور طالبانو ژوندي بيولي دي.

د نوموړي په وينا، طالبانو د درې واړو پوستو ټول تجهيزات له ځان سره وړي او دوی ته زيان نه دی رسېدلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.