ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېلا بېلو ولايتونو د استازو په ګډون د سولې مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل کې د بېلا بېلو ولايتونو د استازو په ګډون د سولې مشورتي غونډه جوړه شوه

author avatar
20 Feb 2018 - 18:34
کابل کې د بېلا بېلو ولايتونو د استازو په ګډون د سولې مشورتي غونډه جوړه شوه
author avatar
20 Feb 2018 - 18:34

کابل(پژواک،د کب لومړۍ نېټه،۹۶): له بېلا بېلو ولايتونو څخه د سولې د مشورتي ناستې په موخه سلګونه جهادي څېرې، سيمه ييز مخور او د ولايتي شوراګانو غړي کابل ته راغلي، څو په هېواد کې د سولې د ټينګښت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې چې د يادې شوې شورا په نوښت جوړه شوې ده، په هېواد کې د سولې د خونديتوب پروړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

خليلي وويل:" له وسله والو مخالفينو سره د سولې او خبرو اترو لپاره ملي اجماع شتون لري او اوس هڅه کوو چې سوله څنګه عملي کړو، خو په دې برخه کې ليد لوري توپير لري. "

د خليلي په وينا، د سولې راوستلو او د سولې د عملي کېدو د لارو چارو او څرګند ليد لوري رامنځ ته کېدو لپاره له ځوانانو، مدني بنسټونو، عالمانو، سياستوالو، قومي مشرانو او د خلکو له نورو پرګنو سره ډېرې ناستې ترسره شوې او دغه بهير به دوام ولري.

خليلي وويل چې په دغو ناستو کې په ټول کې  ګډونوالو د سولې د ټينګښت پر ارزښت او په دې برخه کې د خلکو پر اجماع ټينګار کړی، خو په دې برخه کې مخالفتونه هم شته او ځانګړې کړۍ د بهرنيو په ملاتړ سره هڅه کړې چې د سولې بهير ګډوډ کړي.

د سولې د عالي شورا مشر په ډاګه کړه، هغو سلا مشورو ته په پام سره چې د خلکو د بېلا بېلو پرګنو له استازو،سياسي او جهادي څېرو سره شوې دي، سره له دې چې په ليد لوريو کې توپير شته، له وسله والو مخالفينو سره د سولې طرحه چمتو شوې او د نهايي کېدو په حال کې ده.

خو د ميدان وردګو د ولايتي شورا مشرې حليمې عسکري، په هېواد کې د سولې په راوستو کې د خلکو د استازو او سيمه ييزو مشرانو د رول په مهم بللو سره وويل:" په هېواد کې د سولې اراده ډېره کمزورې ده او ان د سولې ډېری ولايتي کمېټې په سمه توګه فعالې نه دي."

د نوموړې په وينا،په ملي او ولايتي شوراګانو کې د مشرانو، عالمانو او د خلکو د استازو پيکه شتون، ددې لامل شوی چې د سولې پروګرام څرګندې پايلې نه دي درلودلې.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس محمد اکرم خپلواک وويل چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره په نړيواله کچه اجماع شتون لري.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې د کابل پروسې په دويمه ناسته کې چې د روانې مياشتې په ۹مه نېټه د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او څو نړيوالو سازمانونو د استازو په شتون سره په کابل کې جوړه شي، په افغانستان کې د سولې د خونديتوب د څرنګوالی تر بحث او څېړنې لاندې نيول کېږي.

خپلواک وويل چې د سولې عالي شورا، پر دې باور ده چې په هېواد کې د جګړې دوام د حل لار نه ده او وسله وال مخالفين په ځانګړې توګه طالبان دې د سولې ارزښت درک او له حکومت سره دې د خبرو بهير پيل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.