ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه

د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه

author avatar
21 Feb 2018 - 16:19
د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت مطبوعاتي اعلاميه
author avatar
21 Feb 2018 - 16:19

د ملګرو ملتونو يو نیسکو په ۱۹۱۹زیږديز کال فبروری ۲۱مه د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ونوموله او هر کال د نړۍ په ټولو هيوادونو کې د بېلا، بېلو ژبو ويونکي د کال همدا ورځ لمانځي.

افغانستان چې يو جګړه ځپلی هيواد دی، تر ډېره بريده د ژبو په وړاندې تربګني موجوده ده، اوس هم د هيواد په ډېر شمېر سیمو کې ماشومان په مورنۍ ژبه لومړنیو زدکړو ته لاسرسی نه لري.

اساسي قانون په مورنۍ ژبه لومړنۍ زدکړې د ماشومانو حق بولي، خو له بده مرغه چې تر اوسه په ډېر شمېر سیمو کې لا ماشومان په مورنۍ ژبه د زدکړو اسانتیاوې نه لري، له یوه لوري روانې نیابتي جګړې ماشومان له زدکړو محروم کړي دي،‌له بله لوري دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت هم د ماشومانو زدکړې ته ځانګړی پام نه دی کړی.

کليوال ملګري ټولنه په دولت غږ کوي، چې په مورنۍ ژبه دې په هيواد کې د ټولو ژبو ويونکو ته د زدکړو اسانتياوې برابرې کړي، همدارنګه دې د معارف تلویزیون هم د پښتو او دري تر څنګ په نورو ژبو هم خپرونې وکړي،‌ ترڅو د ټولو ژبو ويونکو ته خپل حق ورسیږي.

همدارنګه دولت دې په خپله اډانه کې له نورو ژبو څخه د ګټورو اثارو د ژباړې يو لوی مرکز رامنځ‌ ته کړي،‌ د پښتو او دري تر څنګ په هيواد کې په مروجه ژبو د ژباړې لړۍ ګړندۍ کړي، که څه هم اوس هم په هيواد کې ډېرو قلموالو د ژبې بډاینې لپاره ګټور اثار را ژباړلي‌ دي،‌ خو يو شمېر داسې اثارو د ژباړې لړۍ هم روانه ښکاري، چې زموږ د ملي منافعو سره په ټکر کې ده.

د دولت تر نظارت لاندې د ژباړې مرکز مهمه ګټه به د اساسي قانون او همدارنګه د هيواد ملي منافعو د تقويت لامل شي او د هرې ژبې ويونکي ته به هر ګټور اثر ‍په ځپله ژبه رسېږي.

په درنښت

کليوال ملګري ټولنه  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.