کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦): د ملګرو ملتونو سازمان د جمعيت صندوق د افغانستان لپاره ١٥٠ ميليون ډالره ځانګړي کړي، څو دغه اندازه پيسې په بېلابېلو ډګرونو کې د لسو کلونو په موده کې ولګوي.
د يادې مالي مرستې هوکړه ليک نن د اقتصاد وزير مصطفى مستور او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعيت صندوق UNFPA)) مشرې انديانا بانجي ترمنځ لاسليک شو.
مصطفى مستور وويل: "دغه هوکړه ليک به د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، جنسيتي تاوتريخوالي راکمولو، د ځوانانو ظرفيت جوړولو، د نفوس او ډيموګرامي (جمعيت پېژندنې) پر برخو ولاړ وي."
د اقتصاد وزير څرګنده کړه، دغه خدمتونه به تر ډېره د افغانستان په زيانمنو او لرې پرتو سيمو کې وړاندې شي.
مستور وويل، د ملګرو ملتونو سازمان د جمعيت صندوق تخنيکي او مالي مرستې به د افغان دولت پروګرامونو او لومړيتوبونو ته په پام سره ترسره شي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعيت صندوق استازې بانت انديانا بانجي ( Bannet Ndyanabangi) د ياد هوکړه ليک د لاسليک اهميت ته په پام سره وويل: "موږ په دې ټينګار کوو د ميېندو له مړينې او ناروغيو مخنيوى وشي او دغه راز د خلکو د ژوند کچه ښه شي."
نوموړې څرګنده کړه، له افغانستان سره به د ملګرو ملتونو د جمعيت صندوق همکارۍ دوام لري.
بانجي زياته کړه، ياد بنسټ يوازې په روان زېږديز کال (٢٠١٨) کې د ميندو له مړينې او د نسايي-ولادي ناروغيو د مخنيوي په برخه کې لګولې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان په چارو کې د ولسمشر ارشدې سلاکارې فرخنده زهرا نادري وويل، دغه سازمان بايد د افغانانو اړتيا ته په پام سره خپل خدمتونه وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن