ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د کوچيانو له لوبډلې؛ تر نړيوال لومړي مقام پورې

راشد خان د کوچيانو له لوبډلې؛ تر نړيوال لومړي مقام پورې

author avatar
21 Feb 2018 - 15:52
راشد خان د کوچيانو له لوبډلې؛ تر نړيوال لومړي مقام پورې
author avatar
21 Feb 2018 - 15:52

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦) : راشد خان چې د افغانستان د کوچيانو له لوبـډلې څخه يې د توپوهونکي په توګه د کرکټ لوبه پيل کړې وه، د توپ اچوونکي په توګه يې په نړيواله درجه بندۍ کې لومړى مقام خپل کړى دى.

د زمبابوې پر وړاندې وروستيو پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ١٦ لوبغاړو سوځولو وروسته د کرکټ د نړيوالې شورا  ( اى سي سي) له خوا پرون په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې راشد خان په توپ اچوونکو کې لومړى مقام خپل کړى دى.

دغه راز هغه دوه نړيوال ريکارډونه هم جوړ کړي، لومړى په کم عمرۍ کې د لومړي مقام ترلاسه کولو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړ او د پاکستان د ثقلين مشتاق او د هندوستان د سچن ټنډولکر ريکارډ يې مات کړ.

 دويم په کمو لوبو کې يې تر اوسه ٨٦ لوبغاړي سوځولي، چې داهم يو نړيوال ريکارډ  دى.

د راشد خان په دې لاسته راوړنې د کرکټ نړيوالې شورا، د کرکت مشهورې رسنۍ او ويب سايټونه، د کرکټ مشهورو نړيوالو اوسنيو او پخوانيو لوبغاړو د لسګونو افغان چارواکو او سلګونو زرو مينه والو سره هغه ته مبارکۍ ورکړې دي.  

راشد خان د لومړي مقام تر ګټلو وروسته په ټويټر کې ليکلي : (( د هر چا د بريا ترشا سخت کار او هلې ځلې وي، زه پر دې لاسته راوړنې وياړم او ډېر زيات خوښ يم، چې د نړۍ لومړى مقام مې خپل کړى دى.))

هغه له خپلو ټولو مينه والو د ملاتړ او مبارکيو مننه کړې ده.

راشد خان د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د ١٩٩٨ زېږديز کال د ستمبر په ٢٠ مه زېږېدلى او  شاوخوا ١٩ کلن دى.

نوموړى لومړى د کوچيانو په لوبډله کې ولوبېده او وروسته بيا د هېواد  ١٩ کلنو لوبډلې ته يې لاره پيدا کړه او له تېرو درېيو کلونو راهيسې په ملي لوبډله کې لوبيږي.

دغه راز راشد خان د بنګله دېش د کوميلا ويکټوريز ، د هندوستان سن رايزرز حيدر اباد، د استراليا اډيليډ سټرايکرز  او د ويسټ انډيز ليګ د ګيانا په لوبډله کې هم لوبېدلى، په دې وروستيو کې د انګلستان د سسيکس لوبـډلې هم ورسره تړون کړى دى.

د کرکټ پخوانى ملي لوبغاړى او اوسنى ملي روزونکى هستي  ګل عابد وايي چې راشدخان د کرکټ پيل د توپوهونکي (بيټسمين) په توګه کړى و.

هغه زياته کړه : (( راشد خان لکه د نورو افغانانو په څېر د کوزې پښتونخوا په پېښور ښار کې د کډوالۍ ژوند کاوه او همالته يې کرکټ زده  کړى، د کرکـټ ترڅنګ هغه زده کړې هم کولې او انګليسي ژبه يې هم ښه زده وه او په يوه کورس کې ښوونکى هم و.))

عابد وايي، څو کاله مخکې چې د افغانستان الف لوبـډله پېښور ته تللې وه؛ نو راشد خان د پېښور د يوه ځايي کلب په لوبډله کې د الف لوبډلې پر ضد ٧٠ منډې کړې وې.))

د نوموړي په وينا، راشد خان بيا راغى او د کوچيانو په لوبډله کې د پيليز (اوپننګ) لوبغاړي په توګه شامل شو او په کورنيو سياليو کې يې برخه واخيسته.))

ده زياته کړه : (( زه هغه مهال د ټاکنيزې کمېټې غړى وم، چې راشد خان مو ١٩ کلنې لوبډلې ته   انتخاب کړ او لومړى سفر يې هم پاکستان ته و، په دې سفر کې بل لوبغاړي فريد ملک ښه وځلېده او د پاکستان اووه لوبغاړي يې وسوځول.))

هستي ګل عابد وايي چې په دې سفر کې راشدخان د پاکستان پر ضد  پنځوسيزه ووهله او ډېرې ښې منډې يې جوړې کړې او ټول يې حيران کړل.

د هغه په وينا، کله چې راشد خان په ١٩ کلنو لوبډله کې ښه وځلېد؛ نو ډېر ژر په  ملي لوبډله کې ورته چانس ورکړل شو او له هغه وروسته يې بيا شاته نه دي کتلي او پرمخ روان دى.

د راشد خان د وړتيا په اړه هستي ګل عابد وايي : (( هغه خدايي استعداد لري، داسې وړتيا په ډېرو کمو خلکو او لوبغاړو کې ليدل کېـږي، په زرګونو لوبغاړو کې يو لوبغاړى داسې استعداد لري.))

ده زياته کړه، د راشد خان د استعداد په اړه نړيوال هم حيران دي او د کرکټ نړيوال مبصرين  هره ورځ پرې تبصرې کوي.

راشد خان دغه راز د شل اووريزو نړيوالو سياليو دتوپ اچوونکو په درجه بندۍ کې دويم مقام او د يو ورځنيو سياليو نړيوالې درجه بندۍ کې د الراونډرانو په کټګورۍ کې څلورم مقام لري.

راشد خان تر اوسه په ٣٧ يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې ، په توپ اچونه کې يې ٨٦ لوبغاړي سوځولي او په توپوهنه کې يې د دوو پنځوسيزو پر مټ ٥٤٥ منډې جوړې کړې دي. دغه راز نوموړي په ٢٩  شل اووريز نړيوالو لوبو کې ٤٧ لوبغاړي سوځولي او ١٠٠ منډې يې کړې دي.

هغه په څلورو فرسټ کلاس (څلور ورځنيو) لوبو کې هم ګډون کړى او ٣٥ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.