ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په خوست کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
21 Feb 2018 - 14:05
په خوست کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
21 Feb 2018 - 14:05

خوست ښار (پژوک، ۲ کب ۹۶): د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کمپاين په نامه د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا دغه عمليات له تېرو دوو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ د ابادخانې او سوري پاڼ په سيمو کې روان دي چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا د هوايي ځواکونو ملاتړ هم لري.

که څه هم ځايي او ولايتي چارواکي د يادو شوو عملياتو او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي، خو يوې دولتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک اژانس ته ياد عمليات تاييد کړل.

سرچينې وويل، په يادو عملياتو کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې يوه نجلۍ هم شامله ده.

دې سرچينې ونه ويل چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال، خو د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګوني پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ اړوند د بټۍ تاڼې په سيمه کې هم د کمپاين ځواکونو په عملياتو کې شپږ کسان وژل شوي وو.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.