ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په سایبري جرم نیول شوی تصوير اخیستونکی خوشې شو

کندهار کې په سایبري جرم نیول شوی تصوير اخیستونکی خوشې شو

author avatar
21 Feb 2018 - 16:33
کندهار کې په سایبري جرم نیول شوی تصوير اخیستونکی خوشې شو
author avatar
21 Feb 2018 - 16:33

کندهار (پژواک، ۲ کب ۹۶): تصوير اخیستونکی او د فېسبوک فعال عبدالعلي افغان چې د کندهار څارنوالانو په اړه يې په خپله پاڼه کې د ليکل شوې متن له امله زندان ته لېږل شوی و، له یوې ورځې بند تېرولو وروسته خوشې شو.

نوموړي دوه ورځې مخکې د څارنوالانو په اړه په خپل فېسبوک پاڼه کې  ليکل کړي او نامناسب الفاظ یې کارولي وو.

په کندهار کې د نی ادارې سیمه ییز مسوول سمیع غیرتمل د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په کابل کې د دوی د مرکزي دفتر او د کندهار د سیمه ییزو چارواکو په منځګړيتوب یې عبدالعلي افغان راخوشې کړی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړی د خپل هغه ليکل شوي متن له امله زندان ته لېږل شوی و چې څارنوالانو ته یې په کې سپکې سپورې ویلې وې.

دغې ادارې په دې اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې وه او ویلي یې وو چې د رسنیزو تخطیو د څېړلو کمېسیون له څېړنو پرته د خبریالانو نیول ناقانونه کار دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د قانون له مخې، هره رسنیزه دوسیه باید لومړی د رسنیزو تخطیو څېړلو د کمېسیون له خوا وڅېړل شي او د جرمي مواردو تر تثبیت وروسته دې دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.

خو د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان وایي، عبدالعلي افغان یې څارنوالانو ته د ښکنځلو په جرم نیولی و.

هغه زیاته کړه، د جزا د نوي کوډ "قانون" له مخې د ټولنیزو رسنیو د هغو کاروونکو لپاره هم بېلابېلې سزاګانې ټاکل شوي چې اشخاصو ته توهین کوي.

د ده په خبره، له دې وروسته به د ټولنیزو رسنیو هغه کاروونکي پوښتل کېږي چې د ملي ګټو خلاف لیکنې کوي او یا د اشخاصو توهین او سپکاوی کوي.

نوموړي خبر ورکړ چې عبدالعلي افغان یې د نی ادارې او سیمه ییزو چارواکو له منځګړتوب وروسته خوشې کړی دی.

په خپله عبدالعلي افغان هم مني چې د څارنوالانو په اړه په شوي پوسټ کې یې نامناسب الفاظ کارولي وو.

هغه زیاته کړه، د څارنوالانو په اړه تر پوسټ وروسته نوموړی څارنوالۍ ته غوښتل شوی او بښنه یې غوښتې وه، خو وروسته بیا څارنوالانو پرې عریضه کړې وه او له همدې امله زندان ته لېږل شوی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.