ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو نه فعاليت خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
22 Feb 2018 - 14:47
author avatar
22 Feb 2018 - 14:47

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): په فراه ولايت کې د طالبانو له لوري د شپې له خوا پر مخابراتي خدمتونو بنديز د دغه ولايت خلک له ستونزو سره مخ کړي، خو طالبان وايي چې د امنيتي ستونزو په له منځه تلو سره به دغه بنديز لري کړي.

په فراه ولايت کې د روشن، افغان بېسيم، اتصالات، سلام او اېم ټي اېن مخابراتي شبکې فعاليت لري.

خو له سلام شبکې پرته نورې ټولې شبکې له تېرو دوو اونيو راهيسې خپل انتنونه د شپې له اوو د سهار تر شپږو بجو پورې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې بندوي.

د فراه ښار اوسېدونکي محمد ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې له لوري د مخابراتي خدمتونو پرې کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په خبره، ورور يې دوې شپې وړاندې د شيخ ابو نصر له بندر نه د ښار مرکز ته په لاره و، خو پر ټاکلي وخت ښار ته را ونه رسېد، دا چې مخابراتي شبکې بندې وې، نو اړيکه يې ورسره ونه شوه نيولى.

هغه زياته کړه: ((اړ شوم چې په خپل موټر کې د ورور په لټون پسې ووځم، د شپې اته بجې وې چې د درې کيلومتره لارې په وهلو سره هغه ځاى ته ورسېدم چې د ورور کرايي موټر مې په کې خراب شوى و، په خپل موټر کې مې کور ته راووست."

د فراه ځيني نور خلک هم دا ډول شکايتونه لري.

 د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل، مخابراتي شبکې له دې امله چې طالبانو ګواښلې، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د شپې له خوا خپل خدمتونه بندوي.

د نوموړي په خبره، دا ستونزه په ځينو ولسواليو کې هم له پخوا موجوده وه، خو د فراه ولايت مشرتابه يې د حل هڅه کوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې طالبانو په دغه ولايت کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى، خو وايي چې دغه اقدام يې لنډمهال دى.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د  ولايت په دې سيمو کې طالبان له ګواښ سره مخ دي، خو د ګواښ په کمېدو سره به د شپې له لوري هم مخابراتي شبکو ته د فعاليت اجازه ورکړي.

د سربل ولایت د مرکز پايين کينت سيمې اوسېدونکو هم دوې ورځې وړاندې ورته شکايت درلود. د راپورونو له مخې، دغه ستونزه د هېواد په ډېرو نورو سيمو کې هم شته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.