ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو پول جوړ شو

بغلان کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو پول جوړ شو

author avatar
22 Feb 2018 - 12:26
بغلان کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو پول جوړ شو
author avatar
22 Feb 2018 - 12:26

پلخمري (پژواک، ٣ کب ٩٦): په بغلان کې د څه باندې ٤٤ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی یو پول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پول د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ٤٤ ميليونه او ٤٠زره افغانيو په لګښت د څه کم يو کال په موده کې جوړ شوى دى.

د بغلان د فواید عامې ریاست ریيس عبدالغني فلک د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((بشپړه شوې پروژه ۱۲۰متره اوږد پول دی، ۸ متره سور لري چې کلیو ته د لارو جوړولو پروګرام له مخې جوړ شوى دى.))

فلک وویل چې د پول ټولې چارې د شوي قرارداد له مخې باید په یو کال کې بشپړې شوې وای خو له نېکه مرغه قراردادي شرکت پول په اساسي ډول تر ټاکلې مودې مخې ته بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د شمال ختیځ زون په ولایتونو کې کلیو ته د لارو جوړولو د پروګرام مسوول نصرالدین نصرت په پله کې د مصرف شوو پیسو په اړه پژواک ته وویل: ((پول مو له ټاکلې مودې څلور میاشتې مخې ته او په کمو پیسو جوړ کړ، پله ته له ځانګړو شوو پیسو مو اووه سوه زره افغانۍ سپما کړې او د پله تر څنګ په نورو کوچنیو پلچکو مو ولګولې.))

د نهرین ولسوالۍ په بازار کې یوه ښوونکي عبدالجبار پژواک ته وویل: ((د پله په جوړېدو یې د نورو ستونزو تر څنګ د ښوونې او روزنې برخې ستونزې هم حل شوې دي.))

ده زیاته کړه، د موسمي سېلابو پر مهال به کم عمره زده کوونکې ښوونځي ته ه حاضرېدل، سږ چې پول جوړ شو، ټول زده کوونکي به پر وخت ښوونځي ته راځي.))

د نهرین ولسوالۍ یوه موټر چلوونکي غلام دستګیر هم پژواک ته وویل: ((موږ پخوا د سپرلیو او په تېره بیا د مریضانو روغتون ته پر وخت رسولو کې ډېرې ستونزې لرلې، اوس هر وخت چې وغواړو سفر کولای شو.))

د بغلان د اقتصاد ریاست مسوولین هم جوړ شوی پول په اقتصادي برخه کې د سیمې لپاره ارزښتناک بولي.

د دغه ولايت د اقتصاد ریاست سرپرست ریيس حاجي محمود اندرابي د پول پرانيستغونډه کې وویل: ((پر رغول شوي پله د بغلان ولایت څلورو نهرین، فرنګ، خوست او جلګې ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي چې په بازارونو کې به یې د کرنې او نورو توکو د پېر او پلور بازار تود او له امله به یې د سیمې د اوسېدونکو پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.))

د یادونې ده، پنځه ورځې وړاندې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د ۲،۸ میلیونه ډالرو په لګښت د پلخمري برېښنا بند د بیارغولو چارې پیل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.