ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتیا ملکي روغتون ته دې پرسونل او امکانات ډېر شي”

“د پکتیا ملکي روغتون ته دې پرسونل او امکانات ډېر شي”

author avatar
22 Feb 2018 - 12:09
“د پکتیا ملکي روغتون ته دې پرسونل او امکانات ډېر شي”
author avatar
22 Feb 2018 - 12:09

ګردېز (پژواک، ٣ کب ٩٦): د پکتيا ولايتي چارواکي او د ګردېز اوسېدونکي د حوزوي روغتون امکانات او پرسونل کم بولي او د زياتېدو غوښتنه يې کوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه روغتون په برخه کې د عامې روغتيا وزارت چارواکي، دوى تېر ايستي دي.

هغه وايي: ((د دغه روغتيايي مرکز يې يوازې نوم بدل کړى، امکانات او پرسونل يې ان په ولايتي کچه هم بسنه نه کوي.))

سهي د ولايت په نورو سيمو کې هم روغتيايي اسانتياوې ډېرې کمې يادې کړې او له لوړ پوړو چارواکو غواړي مخکې له دې چې يوه پروژه پرانيزي، د امکاناتو له شتونه دې ځان ډاډه کړي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((امکانات نشته، فقط تعمير جوړ شوی، زه هغه وخت ډېر دردمن او په دې درد پوه شوم چې کله زه خپله مريض شوم؛ موږ ته د حوزوي روغتون په نوم راغلل، خپل تصاوير يې واخيستل، فېسبوکونو ته يې ورکړل چې موږ حوزوي روغتون فعاله کړ، خو چې نن زه دلته راغلم، لوحه د حوزوي ده، خو نور درې ډاکتران ناست دي. تش په نوم حوزوي روغتون دی، له دې نه زه راضي يم او نه خلک، دا غولول دي.))

روغتون ته راغلي ناروغان هم شکايت کوي چې له ډېر انتظار سره هم ورته نوبت نه رسېږي او نه يې اړينه درملنه کيږي.

دوی د ډاکترانو له ناوخته راتګه هم شکايت لري او وايي چې ډېرو کمو ناروغانو ته د روغتون دننه درمل ورکول کېږي او نور يې له بازاره اخلي.

د ګردېز اړوند له تېرې سيمې يوې راغلې مېرمنې مريم پژواک ته وويل: ((دا ده لس نيمې بجې دي او ډاکتران اېله اوس راغلل، دوا نه وي، سمه کتنه نه وي، بېخي ډېر مريضان ناست دي، ځيني پرته له درملنې بېرته لاړ شي.))

په دې اړه د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزی هم وايي چې ياد روغتون تر اوسه يوازې په ولايتي کچه دی او په راتلونکي کې به يې رسمي حوزوي کولو ته کار کېږي.

احمدزي وويل: ((دا اوس ولايتي دی او په راتلونکي کې به حوزوي روغتون ته ارتقا وکـړي.))

د پکتيا د ملکي سل بستريز روغتون مشر ډاکتر اصيل خان ناصري هم د روغتون د پرسونل تشکيل کم بولي او وايي چې د روغتون پرسونل د پخواني تشکيل له مخې دی چې اوس بسنه نه کوي.

ناصري پژواک ته وويل چې د روغتون لپاره له اړوندو ادارو سره درې کلن روغتيايي قرارداد څو مياشتې وروسته کېږي او له مسوولينو غواړي چې په دغه قرارداد کې نه يوازې روغتون په حوزوي ډول منظور کړي، بلکې د هغو صحي څانګو منظورۍ ته دې هم جدي پام وشي چې اوسمهال نشته دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.