ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز نوي والي کار پیل کړ

د کندوز نوي والي کار پیل کړ

author avatar
22 Feb 2018 - 15:48
د کندوز نوي والي کار پیل کړ
author avatar
22 Feb 2018 - 15:48

کندوز (پژواک، ٣ کب ٩٦): د کندوز نوى والي وايي چې د امنيت ټينګښت، له اداري فساد سره مبارزه او د نيمګړو پروژو بشپړول يې له کاري لومړيتوبونو دي.

عبدالجبار نعيمي نن (د کب ۳مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کندوز د نوي والي په توګه د دغه ولايت خلکو ته ور وپېژندل شو.

نعيمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى، دى به يې د امنيت د تينګښت لپاره وروستۍ هلې ځلې وکړي.

هغه زياته کړه: ((زه خبر يم چې په دغه ولايت کې د يو شمېر پروژو چارې نيمګړې پاتې دي، هغه به ټول له خيره سره پر خپل وخت کې بشپړ کړم.))

نوموړي دا هم وويل چې له اداري فساد سره جدي مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو ده.

نعيمي وويل: ((دوه مياشتې به ما ته وخت راکوئ، زه په دې موده کې خپله بررسې کوم، ټولې ستونزې ځان ته معلوموم، بيا يې په اړه اقدام کوم.))

د هغه په وينا، دغه راز د کندوز د ټولو خلکو پر مخ به يې دروازه پرانيستې وي او هغوى کولاى شي چې خپلې ستونزې له ده سره مخامخ شريکې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د کندوز د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وويل چې دغه ولايت له امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دى او جدي کار ته اړتيا لري.

ايوبي د کندوز نوي والي ته په خطاب کې وويل: ((موږ له تاسو څخه جدي کار غواړو، ته بايد داسې کار وکړې چې د خلکو زړونه لاسته راوړې نو هغه وخت به د کندوز ټول خلک ستا تر شا ولاړ وي.))

همدارنګه په دې غونډه کې قومي مشر ميرزا محمد وويل: ((موږ به هغه مهال ستا پر اوږو چپنه واچوو چې موږ پوه شو چې واقعاً تاسو له زړه نه موږ ته کار کوئ.))

نوموړي هم د دغه ولايت د امنيت پر ټينګښټ ټينګار وکړ.

د يادونې ده، تر دې وړاندې عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو، خوست او لغمان د والي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.