ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي د افغانستان د سولې پروسه کې خپل ملاتړ څرګند کړ

سعودي د افغانستان د سولې پروسه کې خپل ملاتړ څرګند کړ

author avatar
22 Feb 2018 - 16:19
سعودي د افغانستان د سولې پروسه کې خپل ملاتړ څرګند کړ
author avatar
22 Feb 2018 - 16:19

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): د سعودي عربستان ولیعهد د افغانستان د سولې له پروسې د خپل ملاتړ څرګندولو تر څنګ ويلي چې بايد ټولې غاړې د سولې پروسې ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه خبرې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره په ناسته کې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ال سعود په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی، تېره ورځ یې له نوموړي سره په ځانګړې لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو بحثونه کړي او پرمختګونه شوي دي.

سرچينه کاږي، په دې ځانګړې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاته یې کړه چې سوله هدف ته د رسېدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه راز ويلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتووالی لري.

د خبرپاڼې په حواله، دواړو لورو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو ترهګرو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نه غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې دوه اړخیزو بحثونو کې له افغانستانه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ايتلاف د ملاتړ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دې ناسته کې ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او بنسټ پالنې د له منځه وړو لپاره افغان دولت خپل تعهد پر ځای کړی دى، په دې مبارزه کې له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو نړیوال پوځي ايتلاف ملاتړ او درېدل اهمیت لري.

ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ايتلاف له هر اړخیزو همکاریو افغان لوري ته ډاډ ورکړ دى.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو هم خبرې وشوې؛ سعودي عربستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو له پراختیا خبر ورکړ. همدارنګه په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو لپاره د کاري فرصتونو او اسانتیا په برابرولو کې هم د پام وړ پرمختګونه وشول.

د سعودي عربستان مشرتابه ژمنه کړې چې هېواد به یې افغان کارګرو او سوداګرو ته کاري فرصتونه او اسانتیاوې پراخ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.