کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): يوناما په افغانستان کې د جزا نوي قانون (کوډ) له نافذېدو د هرکلي تر څنګ، له تاوتريخوالي د ښځو د خونديتوب د يوه پياوړي چوکاټ غوښتنه وکړه او دغه قانون يې د عدلي او قضايي اصلاحاتو او قانون حاکميت د عملي کولو لپاره مهم وباله.
د افغانستان د جزا کوډ چې په اړوند برخه کې د ٣٣ قوانينو مجموعه ده او په کې يو شمېر مادې اصلاح او تعديل شوې؛ د روان کال د غويي مياشتې په ٢٥مه نېټه په رسمي جريده کې چاپ او د روان کال د لړم په ٢٠مه په رسمي ډول معرفي شو.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی پلاوي (يوناما) په اعلاميه کې راغلي، د جزا نوى قانون چې د روان کال د فبرورۍ په ١٤ مه نېټه نافذ شوى، د بشری حقونو نړيوالو قوانينو او د جزايي عدالت له معيارونو سره د افغانستان د قوانينو جوړښت په ګوته کوي.
سرچينې ليکلي، په ياد اقدام سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د جزا د يوه جامع قانون لرونکى کېږي چې د جرمي عدالت د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د جرم پېژندنې پرمختللې او غوره تګلاره موږ ته راښيي.
په اعلاميه کې راغلي، يوناما له نړيوالو همکارانو او د ملګرو ملتونو د نورو بنسټونو کارپوهانو په ملتيا د قانون د يادې مسودې په چمتو کولو کې مرسته کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن