هرات (پژواک، ٣ کب ٩٦): د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي چې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان ګاز د لېږد پروژې (ټاپي) د پرانيستې مراسمو کې هڅه کوي چې د افغانستان او په ځانګړي ډول د هرات کلتور او دودونه نندارې ته وړاندې کړي.
د دې پروژې له پرانيستې سره د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست هم هڅه کوي چې هرات د منځنۍ او سوېلي اسيا هېوادونو پر کلتوري دهلېز بدل شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر اريا رووفيان وويل چې د هرات د کلتوري او هنري اثارو نندارتون به دې موخې ته د رسېدو لپاره يو موثر ګام وي. د دې تر څنګ د هراتي کلتور د معرفي لپاره د ټاپي پروژې پرانيستل غونډه کې ګڼ کلتوري پروګرامونه وړاندې شي.
هغه زياته کړه: ((موږ په ترکمنستان او هم هرات کې د افغانستان تر ټولو غوره نندارتونونه لرو چې تر اوسه نه دي وړاندې شوي، د مېلمنو د هرکلي لپاره مو تر ټولو غوره هنري اثار او هراتي توليدات د دغه ولايت په مولانا تالار کې نندارې ته چمتو کړي او فوق العاده تياري مو نيولې ده.))
د رووفيان په خبره، د ټاپي پروژې د پرانيستې مراسمو کې به بېلابېل کلتوري پروګرامونه لکه ځايي موسيقي، د هرات د کلتور او دودونو ننداره، د نقاشي او خطاطي اثار نندارې ته وړاندې شي.
يو شمېر کلتوري فعالين هم په دې باور دي چې د دغه ولايت د کلتوري او توريستي ځايونو د تصويرونو وړاندې کولو او د توليدي صنايعو نندارتون کولى شي چې د هرات کلتور او دود نړيوالو ته ور وپېژني.
د هرات پوهنتون استاد عبدالرشيد فرداني وويل: ((لاسي صنايع، د خطاطانو، شاعرانو، ليکوالو او هنرمندانو معنوي لاسته راوړنې چې وکولى شي د هرات معنوي انځور وړاندې کړي، په دغه برخليک ټاکونکي پروژه کې به يې نندارې ته وړاندې کول ډېر ښه وي.))
په هرات کې د کلتوري چارو کارپوه زلمى صفا د ټاپي د پرانېستې محفل کې د کلتوري او هنري پروګرامونو ترسره کول په دغه ولايت کې د کلتور د مطرح کېدو لپاره يو ښه فرصت دى.
نوموړي زياته کړه: ((له کلتوري اړخه کولى شو چې کلتوري مشترکات چې د تېرو پېړيو او لسګونو کلونو په ترڅ کې هېر شوي او په څلورو واړو هېوادونو پاکستان، ترکمنستان، هندوستان او افغانستان پورې اړوند دي، بېرته ورغول شي.))
ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ به د ټاپي پروژې په پرانيستې سره څو نورې سترې پروژې لکه نوي فايبر او هرات- تورغونډۍ رېل کرښه او ټاپي پروژه چې له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي، د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د ولسمشرانو له لوري پرانيستل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن