ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې له نرسینګ برخې ۲۴ ښځې فارغې شوې

پکتیکا کې له نرسینګ برخې ۲۴ ښځې فارغې شوې

author avatar
22 Feb 2018 - 14:43
پکتیکا کې له نرسینګ برخې ۲۴ ښځې فارغې شوې
author avatar
22 Feb 2018 - 14:43

ښرنه (پژواک، ٣ کب ٩٦): د پکتیکا د عامې روغتیا رييس د دغه ولايت پر ډاکترانو او نورو روغتيايي کارکوونکو تور پورې کړی چې له خلکو په غير قانوني ډول پيسې اخلي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل خروټي دغه څرګندونې نن (د کب ۳مه) د ٢٤ ښځينه نرسانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

ده وويل چې چې لا هم په یو شمېر دولتي روغتونونو کې له ناروغانو د شېریني په نوم پیسې اخيستل کېږي چې نوې فارغينې یې باید مخه ونیسي.

خروټي له نوو فارغ شوو نرسانو غوښتنه وکړه چې له خلکو به په ناقانونه ډول پيسې نه اخلي.

خروټي زياته کړه: ((زموږ خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي، په هېڅ نوم بايد پيسې ترې وانه خيستل شي او  نن چې تاسو فارغې شوئ، تاسې به دا تعهد کوئ چې له چا نه به پیسې نه اخلئ.))

بلخوا فارغې شوې نرسانې وايي، حاضرې دي چې د پکتیکا په لرو پرتو ولسوالیو کې دندې ترسره کړي او ژمنه یې وکړه چې له چا به غیر قانوني پیسې نه اخلي.

د دې نرسانو له ډلې يوې يې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((سوګند کوم چې د ژوند تر اخيرو شېبو پورې به هېڅ غیر قانوني عمل نه اجرا کوم، موږ هغو ځایونو ته ځو کوم ځای کې چې څوک نه حاضرېږي هلته خدمت وکړي، هغه که د افغانستان هره سیمه وي.))

د غونډې په پاى کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې د دې نرسانو په ګومارنه کې به هېڅ ډول ځنډ ونه وکړي.

دیادولو ده، پکتیکا د نورو برخو تر څنګ په روغتیايي برخه کې هم د ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ دى او د دې ۲۴ تنو په ګومارنې سره به يې په روغتيايي برخه کې يوه څه ستونزې کمې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.