ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه وشوه

کابل کې د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
22 Feb 2018 - 20:01
کابل کې د عطامحمد نور په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
22 Feb 2018 - 20:01

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٦): کابل ښار کې له ٢٠٠ زياتو ديني علماوو او مدني فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې د ملي يووالي حکومت مشرانو پر وړاندې د عطامحمد له دريځ ملاتړ وکړ او په سوله ييز ډول يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

دغه لاريون نن "د بدلون لپاره همپالنه" دفتر له لوري د "د ملي يووالي حکومت د کار دوام يا پاى" تر نامه لاندې ترسره شو.

د يادو مراسمو يوه ګډونوال مولوي عظيم الله د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ رامنځته شوې ستونزې ته په اشارې سره وويل: "حکومت بايد په زور پر خلکو حکومت ونه کړي، د هېواد په تاريخ کې زورواکي نظام نه دى پاتې شوى او نه به پاتې شي."

هغه زياته کړه: "حکومت بايد په نړيوالو او ملي مسايلو کې له عالمانو سلا-مشوره وکړي او له خپلو سياسي رقيبانو سره بايد د خبرو اترو له لارې لاړ شي او زورواکي ونه کړي."

لا هم د ارګ او د بلخ د ګوښه شوي والي عطامحمد نور ترمنځ ناندرۍ روانې دي. نور د ملي يووالي حکومت پر مشرانو سختې نيوکې کړې او ويلي يې دي، ترڅو يې چې په دولت کې د اصلاحاتو په برخه کې غوښتنې عملي نه شي، د بلخ د والي په توګه به خپل کار ته دوام ورکړي.

ياد ديني عالم وويل: "د ارګ په وړاندې د عطا له دريځه ملاتړ کوو او تر وروستۍ سلګۍ هم د هېواد له ملي ګټو دفاع کوو."

د لغمان د عالمان شورا غړي مولوي مفتي الفت الله وويل: "د هېواد اوسنى وضعيت د هېوادوالو لپاره د اندېښنې وړ دى او حکومت بايد له کړکېچ څخه د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي."

هغه زياته کړه: "په يوه يا څوک کسانو حکومت نه کېږي، بايد ټول قومونه په کې شامل وي، خو خلک هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې حکومت تر خپل انحصار لاندې راولي."

مولوي الفت الله زياته کړه: "موږ د استاد عطا له دريځ ملاتړ کوو او له هغه سره څنګ ترڅنګ ولاړ يو او هغو کسانو ته چې رښتيني مشران له صحنې وباسي، پيغام دا دى چې ځانونه دې له خلکو سره نه مخامخ کوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.