ترینکوټ (پژواک، ۴ کب ۹۶): د اروزګان نوی والي وایي، له فساد سره مبارزه يې ځکه له لومړيتوبونو څخه ده چې دغې ستونزې حکومتولي له ګواښ سره مخ کړې ده.
محمد شفیق اسدالله سعید چې تېره ورځ يې د دغه ولايت د والي په توګه دنده پېل کړې، وويل چې ډېر ټيټ پوړي او لوړپوړي چارواکي په فساد کې ښکېل دي، خو دى به يې د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.
سعيد له اروزګانیانو سره ژمنه وکړه چې له فساد سره به مبارزه کوي، کار به وړو کسانو ته سپاري او متوازنې بیارغونې ته به زمینه برابروي.
ده له خلکو وغوښتل چې په دې برخو کې ورسره همکاري وکړي.
سعید په دغه ولایت کې روانه جګړه له ناخوالو او وژنو ډکه وباله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
ده وویل چې د دغه ولایت لپاره بنسټیز پلانونه ترلاس لاندې لري. هغه له خلکو وغوښتل چې ده ته اړينې مشورې ورکړي، تر څو چارې په ښه توګه تنظيم کړاى شي.
خلک هم د دولت ملاتړ ته ټټر وهي خو له دولته هم ډېرې غوښتني لري.
يو شمېر کسانو چې د نوي والي مبارکۍ ته ورغلي وو له والي وغوښتل چې په دغه ولايت کې شته ناخوالو ته د پای ټکى کېږدي.
له دې کسانو څخه د ملک سلطان په نوم يو تن والي ته وویل چې تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په دغه ولايت کې تر ۱۳ زره زیاتي کورنۍ د جګړو له امله بيځایه شوي، سلګونه کسان وژل شوي او خلکو ته زیات مالی زیانونه اوښتي دي.
دغه راز ده له والي څخه وغوښتل چې کار وړ کسانو ته په واک کې ورکړي او امنیتې ساحه پراخه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن