ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د پوليسو يوه پوسته د طالبانو لاسته ولوېده

فارياب کې د پوليسو يوه پوسته د طالبانو لاسته ولوېده

author avatar
23 Feb 2018 - 15:04
فارياب کې د پوليسو يوه پوسته د طالبانو لاسته ولوېده
author avatar
23 Feb 2018 - 15:04

کابل(پژواک، ٤ حوت ٩٦): د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوسته د طالبانو په بريد کې پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې او د بريد پر مهال له امنيتي ځواکونو څخه دوه تنه وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان دي.

د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نعمت الله توفان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته لسګونو وسله والو طالبانو پر دغه پوسته بريد وکړ.

د هغه په وينا، دغې نښتې تر نيمې شپې دوام درلود او پوسته وروسته له هغه د طالبانو لاسته ولوېده چې يو پوليس او يو  ولسي پاڅونکونکى ووژل شول او له امنيتي ځواکونو څخه دوه تنه نور ټپيان شول.  

يوه بله امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې په دې نښته کې د سيمې په يو کور کې يوه ښځه هم ټپي شوې ده. سرچینې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.  

د فارياب د ولايتي شورا غړى او د دولت اباد اوسېدنکى عبدالاحد ایلبیک وايي دغه پوسته ځکه طالبانو ونيوه چې له يوې خوا د طالبان فشار زيات و او له بل پلوه د لارې د بندښت له امله امنيتي ځواکونه د ولايت له مرکز څخه د پوستې مرستې ته ونه شو رسېداى.

دغه راز د ده په وينا، له پر له پسې غوښتنو وروسته، چورلکې په هوا کې راڅرګندې شوې، خو پر طالبانو يې بريدونه ونه کړل.

هغه وويل چې دا مهال د دولت اباد ولسوالۍ له ٦٠ کليو څخه د ولسوالۍ د مرکز په ګډون پنځه کلي د دولت او پاتې نور د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.