کندوز (پژواک، ٤ کب ٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د دولت دوه وسله وال مخالفين او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او له دواړو لورو پنځه نور ټپيان دي.
د کندوز ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه مرګ ژوبله تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کې اوښتې ده.
سرچينه زياتوي چې د بريد په ټپي شوو کسانو کې درې وسله وال مخالفين او دوه سيمه ييز پوليس شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن