ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت پلان لري پر امو سيند تحکيمات جوړ کړي

حکومت پلان لري پر امو سيند تحکيمات جوړ کړي

author avatar
24 Feb 2018 - 19:41
حکومت پلان لري پر امو سيند تحکيمات جوړ کړي
author avatar
24 Feb 2018 - 19:41

مزارشريف (پژواک، ۵ کب ۹۶): حکومت هڅه کوي، پر امو سيند د تحکمياتو جوړېدو او تخريباتو د مخنيوي لپاره چارې پيل کړي.

په همدې موخه د کب په ۵مه، د بېلا بېلو وزارتونو لوړپوړی پلاوی له کابله مزارشريف ښار ته رسېدلی دی؛ په دغه پلاوي کې د اوبو او برېښنا، ملي دفاع، بهرنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت، امنيت شورا او اراضۍ ادارې چارواکي شامل دي.

د ياد پلاوي په استازيتوب د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود قاضي زاده پژواک خبري اژانس ته د دغه پلاوي د هدف په تړاو وويل، پلاوی به امو سيند ته پرتې د بلخ ولايت کلدار او شورتپه ولسوالۍ له نږدې وګوري.

نوموړي زياته کړه، حکومت تصميم لري چې د امو سيند افغان لوري ته د تحکيماتو په جوړېدو بنسټيزې چارې پيل کړي.

د هغه په وينا، په تېرو ۱۵ کلونو کې د امو سيند پر تحکيم بندۍ ۳۳۲ ميلونه ډالره لګول شوي، خو ګټه يې هېڅ نه ده کړې.

د کلدار او شورتپې ولسواليو اوسېدونکي بار بار د امو سيند له امله د اوښتو تخريباتو په تړاو غږونه پورته کړي دي.

د دغو ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا کړې، چې هر کال يې لسګونه جريبه ځمکه او سلګونه کورونه د امو سيند د نه تحکيم بندۍ له امله تخريبېږي.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال محمد داود هم د دغو ادعاوو پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه، افغان لوري ته د اوښتو تخريباتو عمده لامل پر امو سيند يو طرفه تحکميات جوړېدل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.