کابل(پژواک، ٥ کب ٩٦): په دوبۍ کې د کرنيزو محصولاتو نړيوال نندارتون کې د افغانستان د کرنيزو محصولاتو د پلور ٩ ميليون ډالري تړون لاسليک شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دوبۍ کې د کرنيزو محصولاتو نړيوال نندارتون کې د افغانستان لاسته راوړنه فوق العاده ده، ځکه چې په نندارتون کې د افغانستان محصولات لکه وچې مېوې او زعفران د نړيوالو پانګه والو له غوره هرکلي سره مخ شوي دي.
په خبرپاڼه کې د ياد شوي وزارت د وياند اکبر رستمي له قوله راغلي:((په ټوليز ډول د افغانستان د وچې ميوې يو تړون د ٩ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت لاسليک شو، له دې ډلې د سعودي سوداګرو د څه باندې ١.٢ ميليونه ډالر په ارزښت زعفران پېرلي دي.))
په خبرپاڼه کې راغلې چې په دې نندارتون کې تر اوسه پورې افغانستان د خپلو کرنيزو محصولاتو د پلور لپاره د څه باندې ٩ ميليونه ډالرو په ارزښت پلور تړونونه تر لاسه کړي او احتمال لري چې دا شمېره اوچته شي.
د کرنې وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د زعفرانو کښت او لوړو حاصلاتو يې په روان کال کې له توقع لوړ زياتوالى موندلى او د دوبۍ نندارتون کې د بازارموندنې پايله کې د ١.٢ ميليون ډالرو پلور کولى شي چې د هېواد "د سرو زرو" په توليد او صادراتو کې توازن رامنځته کړي.
خبرپاڼې زياته کړې چې افغانستان له ٢٠١١ کال راهيسې د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته په دې نندارتون کې فعاله ونډه اخيستې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن